د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ په چمن کې له پرلتوالو سره خبرې کړې دي او وایي د پرلت غوښتنې یې واوﺭېدلې، په دې اړه به له مرکزي حکومت سره خبرې وکړي چې د سيمې خلکو ته پر پوله د کاروبار لپاره څنګه اسانتیاوې جوړېدای شي.
د چمن پرلت له تېرو څلوېښتو وﺭځو ﺭوان دی او غوښتنه کوي چې پاکستان دې د سيمې د خلکو دپاﺭه پر چمن پوله د تګ ﺭاتګ لپاره د پاسپوﺭټ او ويزې پرېکړه بیرته واخلي.
له پرلتوالو سره د خبرو لپاﺭه د بلوچستان ګوﺭنر ملک عبدالولي کاکړ نن د چاﺭشنبې- شورو په وﺭځ چمن ته تللی او د پرلت کمېټۍ له غړو سره یې خبرې کړې دي.
ګورنر په دغه مهال وويل چې د حکومت د استازي په توګه د خبرو دپاﺭه ورغلی دی چې له پرلتوالو د هغوی غوښتنې واوﺭي او د مرکزي حکومت چارواکو ته یې ورسوي.
ملک عبدالولي کاکړ وویل، دغه مسله حل کېده غواړي، د ده په وینا دا ټول ولس "د ﺭياست بچیان دي ﺭياست يو قسم د موﺭ پلاﺭ دﺭجه لري"، وایي پکاﺭ دی ریاست له دغو خلکو ګټه واخلي:
"دغه خلک پرامنه ناست دي تر اوسه یې قانون په لاس کې نه دی اخستی، ﺯه دا کوشش کوم چې د دوی د دې مجلس [پرلت] نمايندګي وکړم او دا تر اعلی چارواکو پوﺭي وﺭسوم چې حکومت کومه پرېکړه کړې ده پر دغه د دې صوبې او مرکز په منځ کې د يوه پول کرداﺭ اد کړم".
د بلوچستان ګوﺭنر او پرلت کميټۍ د غړو تر منځ خبرو مخکې ګوﺭنر د سيمې له تاجرانو سره وليدل او د دوی ستونځې یې واوﺭېدلې.
په دغه مهال د پاکستان د تجارت چمبر مرستيال مشر حاجي جمال الدين اڅکزي ګوﺭنر ته وويل چې پرلت وهونکو له تېرو لسو وﺭځو د پاکستان او افغانستان تر منځ لویه لاﺭ بنده ساتلې ده چې له امله یې افغان ټرانزټ او هر ډول تجاﺭتي چاﺭې په ټپه ولاړې دي. جمالدین اڅکزي وویل:
"حکومت دې د پرلتوالو خبرې واوﺭي چې يو د دوی مشکلات حل شي، بل د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارتي چارې روانې شي".
په دغه مهال د پاکستان او افغانستان د ګډ تجارتي چمبر مشر محمد قسيم اڅکزي وویل، د پاکستان له لوﺭي د افغان ټرانزټ بندولو د پرېکړی له امله پر تجاﺭت اغېز لوېدلی دی، ګورنر بلوچستان مرکز ته ددې مشکلاتو د رسولو تسلي ورکړه.
بلې خوا ته نن د اکتوبر پر 29مه هم پرلت ﺭوان وو، د پي ټي ايم مشر منظوﺭ پښتين د شورو- چارشنبې په وﺭځ په پرلت کې ناست وو او وينا یې وکړه چې په زرګونو خلک ورته ناست وو. ښاغلي پښتین په خپله وینا کې وویل:
"حکومت دې پر ډيوﺭنډ کرښه د اباد قبایلو د ستونځو هواﺭولو دپاﺭه ګام واخلي، ځکه چې دا پر دغه سيمه د ابادو پښتنو د ژوند او بقا مسله جوړه شوې ده".
په پرلت کې ناست عادي خلک وایي د پولې بندېدو له امله وﺭځ په ورځ د دوی ستونځې زیاتېږي، وایي حکومت دې دوی ته پر پخواني ﺭژيم یعنې بې پاسپورټ او ویزې د تګ ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکړي.
د چمن یو اوسېدونکی نور محمد وي او اې ډیوه ته وویل، "پر باډر مې محنت مزدوﺭي کوله، لږ څه شی مې وړئ ﺭاوړئ د بچیانو دپاﺭه مې څه ګټلې خو اوس مې له تېرې يوې مياشتې ګټه نه سته، د بچیانو د خوﺭاک دپاﺭہ پرېشانه يم، حکومت ﺯموږ غم نه خوﺭي".
د پرلت کميټۍ وياند عبدالصادق اڅکزي وويل، د بلوچستان ګوﺭنر له دوی شاخوا يوه اوونۍ وخت اخیستی چې غوښتنې به یې اسلام اباد ته ﺭسوي او د حل کولو لاﺭه به ورته پیدا کوي.
صادق اڅکزی وایي په اسلام اباد کې د پرلت د پینځه کسيزې کميټۍ هم هلته د سنېټرانو په مرسته له اعلي چاﺭواکو سره خبرې ﺭوانې دي خو وایي د پاکستان وزیراعظم او ځینو نور اعلی چاﺭواکي له ملکه بهر دي ځکه هغو هم يوه اوونۍ وخت اخیستی دی چې د خبرو له لاﺭې دغه مشکل حل شي خو د پرلت کمېټۍ وياند وایي پرلت به یې د غوښتنو تر منل کېدو پورې روان وي.