د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې د چمن پرلت غوښتنې پر حق دي او حکومت دې بايد ددغو په ﺯﺭګونو خلکو غوښتنې ومني، وايي که حکومت يې غوښتنې نه مني ګوند به يې له اتحادې ګوندونو سره په ګډه په ټول بلوچستان کې احتجاج شروع کوي.
محمود خان اڅکزی د شنبې- خالي په ورځ په چمن ښار کې له تېرو 50 وﺭځو روان احتجاجي پرلت ته ورغلی وو او د حکومت خلاف یې سختې خبرې وکړې. د پرلت ګډونوال د افغانستان او پاکستان پر پوله د ابادو قومونو تګ راتګ بې وېزې او بې پاسپورټه غواړي.
محمود خان اڅکزي رلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د ورغلي مشر منظور پښتین پر موټر ډزو ته په اشارو وویل، هیڅوک حق نه لري چې د خلکو لارې وتړي، وایي، "کومې ټکان [ډزې] چې شوي دي د دې ایف ای آر باید چې پر ډي سي، کرنل او بریګېډیر وشي، که زموږ یو بچی ضایع شو ذمه واره یې دوی دي".
منظور پښتین په چمن پرلت کې تر څو ورځو تېرولو وروسته د دسمبر پر څلورمه په تربت کې د بلوڅانو احتجاجي پرلت ته روانېده چې وایي په چمن کې یې پر موټر عسکرو ډزې وکړې، خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي وو، "هغه خپل ساتونکي لري کېدای شي هغو ډزې کړې وي".
اڅکزي د چمن احتجاج کوونکو ته وویل، د چمن په پرامن پرلت کې شريکو په زرګونو خلکو غوښتنې نه منل حکومت د سيمې خلک دې ته مجبوﺭه کوي چې په ﺭا ﺭوانو ټولټاکنو کې له برخې اخیستلو انکاﺭ وکړي او د خپلو حقوقو دپاﺭه يوه ستره مباﺭﺯه پيل کړي چې د ده په وینا هغه به د سخت احتجاجونو په شکل کې وي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل، د دسمبر تر 15مې پورې که حکومت د پرلت له کمېټۍ سره په خبرو کې حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې، "بيا موږ په ټوله جنوبي پښتونخوا [د بلوچستان په پښتني سیمو] کې احتجاج اعلانوو چې د هرې ضلع د کمشنر دفتر مخته به احتجاجې پرلت وهو او په ټوله صوبه کې به احتجاج کوو بيا موږ خپل پوره حق غواړو".
د پاکستان حکومت د کال 2023م د اکتوبر پر درېمه له پاکستانه د ناقانونه غېرملکي وګړو د ايستلو او تګ ﺭاتګ قانوني کولو پريکړې اعلان کړی وو، له دغې پرېکړې سره سم یې د نومبر له اولې نېټې له افغانستانه په راتلو پاسپوﺭټ ﺭژيم عملي کړی دی.
د حکومت ددغې پرېکړې په ضد ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد له تېرو پینځوس وﺭځو په چمن کې احتجاجي پرلت شروع کړی دی او له حکومته د دغې پرېکړې د بیرته اخیستلو غوښتنه کوي او وایي د چمن شناخت کاﺭډ او سپين بولدک په تذکره دې دوی ته د تګ ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکړل شي.
د بلوچستان حکومت وياند جان اڅکزي تور پورې کړی چې سياسي او مذهبي ګوندونه چمن پرلت د خپلو سياسي ګټو دپاﺭه کاﺭوي.
جان اڅکزي د شنبې- خالي په ورځ د کوټې په پریس کلب کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت د چمن خلکو دپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ ﺯمينه برابروي، وایي د چمن ماسټر پلان کې کاﺭوباﺭ شروع کوي او د بېوﺯلو خلکو دپاﺭه د ﺭاشن وﺭکولو بندوبست به په ﺭا ﺭوانو لسو وﺭځو کې کوي
خو د چمن خلک- چې اکثريت په پرلت کې هره وﺭځ ناست وي- وایي دوی خيرات نه غواړي او يواځې پر چمن دﺭواﺯه له مخکې ﺭوان ﺭوﺯګاﺭ غواړي، وایي حکومت مخکې هم ورسره وعدې کړې وې خو پوره یې نه کړې، وایي دوی يواځې د پاسپوﺭټ پرېکړه بیرته اخیستل غواړي.
د چمن پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وایي، "دغه پینځوس وﺭځې چې په ﺯﺭونو خلک پر پرلت ناست دي، د دې يواځینۍ غوښتنه دا ده چې دې ته ﺭوﺯګاﺭ وﺭکړل شي، دوی ته پر چمن دﺭواﺯه د تګ ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکړل شي".
محمود خان اڅکزي پرلت ته وويل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر چمن پوله د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ ورته منظور نه دی، وایي "د ډيوﺭنډ په لاسليک کې هم ليکل شوي دي چې پر دغه کرښه قبایل اﺯادانه تګ ﺭاتګ کوي خو څه پېښه شوې ده چې دلته اباد قبایلو دپاﺭه اوس پاسپوﺭټ لاﺯمي کوې".
د سيمې سوداګر وایي د پاکستان حکومت پر هغو خلکو پاسپوﺭټ عملي کوي چې د ﺯﺭګونو په شمېر هره ورځ سپين بولدک «وېش منډۍ» ته د کاﺭوباﺭ دپاﺭه ځي او ګټه پاکستان ته ﺭاوړي، خو پرلت کوونکو اوس د دواړو هېوادونو تر منځ لویه لاﺭ هم بنده ساتلې ده چې له وجې یې هر ډول تجاﺭتي او ټرانزیټ چاﺭې په ټپه ولاړې دي.