څېړونکي اندېښنې ښیي چې د پښتونخوا جنوبي سیمو کې د ترهګرۍ بریدونه نور هم سېوا کېدای شي

د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پولیسو په مرکز د وسله والو برید کې درې پولیس وژل شوي دي. دغه بریدونو ځایي خلک اندیښمن کړي او څېړونکي وايي ښکاري دغلته وسله منظم نیټورک لري او په راتلونکي کې هغوي دغلته نور بریدونه هم ترسره کولی شي.

په ټانک کې د ترهګریز برید ښکار شوی د پولیسو مرکز د ټانک بازار نه نزدې يو کلومیټر لمرخاته لور ته پروت دی او د برید نه وروسته اوس تړل شوی دی .

پولیس وايي د وسله والو له قبضې ددې مرکز له خلاصولو وروسته په یاد مرکز کې د پاکونې عملیات روان دي .

د پاکستان پوځ دې برید کې د پینځو وسله والو د وژلو دعوه کړې او د درېوؤ پولیس عسکرو وژنه یې تایید کړې .

ځايي خلک وايي تر اتلسو ساعتو دا جکړه روانه وه چې پکې د درنو چاونو غږونه او ډزې اوریدل کېدې.

د سیمې استوګن عبدالروف وي او ای ډيوه ته وایي، "د شپې دوه نیمې بجې دا ډزې پیل شوې، د چاودونو غږونه اوریدل، شوي سړکونه او لارې تړل شوي، د شپې نه دا جګړه لا روانه ده خلکو کې زیاته ویره خوره ده"

د پاکستان د پوځي مشر جنرال عاصم منېر واشنګټن ته د سفر په مهال د ۱۳م ډسمبر نه تر اوسه د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خېبر کې وسله والو، د یو ځانمرګي برید په ګډون پينځه بریدونه کړي دي.

د حکومتي او پوځي شمېرو تر مخه، په دغو حملو کې د ملېشا پوځ او پولیسو ۳۰ عسکر وژل شوي دي. او ۳۰و نه زیات "ترهګر" هم پکې وژل شوي دي.

بې طرفه خبریالان د پېښو ځای ته په خپل سر د ورتګ اجازه نه لري.

ځايي خلک وايي دغه پېښو په عام ولس کې سخته ویره پیدا کړې او کاروبارونه په ټپه ودریدلي او دخپلو سیمو په پریښولو مجبور شوي.

د بیټني قام یو مشر مولانا نقیب الله بیټني وایي د سیمې خلک د ناامنۍ د لاسه سخت پریشان دي کاروبارونه په ټپه ودیدلي ، خلک دکورونو په پریښولو مجبور دي .

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي په دې سیمه کې د خلکو د ژوند د خوندیتوب د پاره هیڅ حکومتي رټ نه لیدل کیږي .

هغه وایي د لته کېدونکو د ناامنۍ پېښو ته میډیا کې ځای نه ورکړل کیږي که میډيا پرې خبرونه او مرکې خپرولی نن به د پاکستان حکومت او سیاسي ګوندونو دې ته پام ګرځولو خو ددې په سیمې د خلکو په ستونزه منتخب استازي، میډیا او پارلیمان ټول غلي دي.

څيړونکي وايي د تیرو شلو کلونو راهسې سیمه کې روانې جګړې د غټو پېښو څخه شمارل کیږي چې هدف یې جنوبي ضلعې ګرځېدلي او دا څرګندوي چې دغلته وسله وال منظم نیټ ورک لري او ناامني به نوره سیوا کیږي.

د پېښور پوهنتون دجرنلزم دڅانګې استاد سید عرفان اشرف ډیوه ته وایي،دا تیرو ورځو کې شوي بریدونه د روانې جګړې پرمهال غټ بریدونه شمارل کیږي .

هغه وایي "دا بریدونه زیات جنوبي ضلعو کې شوي او دا څرګندوي چې دغلته وسله وال منظم نیټ ورک لري او دې بریونو نه ښکاري چې په حکومتي کچه د ناامنۍ طرف ته پام نشته چې له وجې یې دا وسله والې ډلې نورې پیاوړې شوې او راتلونکي کې به دا یو لویې خطر وي"

د پاکستان پوځ او حکومت د تیرو شلو کلونو راهسې د ناامنۍ پرضد په یوه نه ختمېدونکي جګړه بوخت دی او دعوه کوي چې د عملیاتو پرمهال یې ستر بریاليتوبونه تر لاسه کړي.

خو د امنیتي ځواکونو د بریالیتوب د دعوؤ سره سم وخت په وخت د ترهګرو تنظیمونو لخوا په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه هم کیږي چې په دې بریدونو کې دعامو خلکو تر څنګ به سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.