پښتون قام پرست سیاستوال او د ډیره اسماعیل خان د شیراني قبیلې قامي مشر ډاکټر یونس شیراني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمیټې غړی و،پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه قامي اؤ سیاسي خدمات یې په زرینو ټکو کې ستایلي دي.
د هغه د مرینې په اړه یې کورنۍ وايي ۶۰ کلن ډاکټر یونس شیراني د کېنسر ناروغۍ له امله نن (اتوار/یکشنبې) د پېښور روغتون کې د درملنۍ پرمهال ساه ورکړې ده او په وروستیو ورځو کې ډیر کمزوری شوی ؤ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي اؤ عمومي سکتر عبدالرحیم زیارتوال د ډاکټر شېراني مړینه یو ستر ملي اؤ سیاسي زیان بللی دی اؤ ویلي یې دي چې د پښتنو لپاره د سیاست په ډګر کې دهغه خدمات به تل په یاد ساتل کیږي.
پخپل یو بیان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو ویلي دي چې ډاکټر یونس شېراني یو قامي مخور شخصیت ؤ چې د پښتونخوا میپ سره یې یوه اوږده موده په قامي مبارزه کې تېره کړې ده اؤ د هغه خدمتونه د هیرولو نه دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو فعال او د صوبې مرستیال مشر سلطان شیراني وايي نوموړی د ګوند د مرکزي کمیټی غړی و د تیرو څو میاشتو راهسې سخت بیمار و خو سیاسي فعالیتونه یې دوامداره ساتلي وو او په ډیره اسماعیل خان او په ځانګړي ډول درازنده سیمه کې د ګوند یو تکړه فعال و او د هغه په مړینه یوه ستره سیاسي تشه رامنځته شوې ده.
د علاقې یو مخور مشر او دتعلیم محکمې پخوانی افسر اطلس خان شیراني ډیوه ته وايي نوموړی مدني فعال، سیاسی مبارز ، جرګه مار او قبایلي مشر و .
هغه وویل ډاکټر یونس شیراني د لومړيو ورځو څخه د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ غړی پاتې شوی او د تحریک اتحاد قبايل د سید یوسف حسین سره یې اوږه په اوږه د قبايلي ولس لپاره خوارۍ کړې دي،
د دغه ځایي مشر په وینا، ډاکټر شېراني د ایف سي ار لاندې زندانونه تیر کړي خو له خپل دریځ نه ؤ پشا شوی.