پلډېټ: اليکشن کمېشن، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنه دې د ځوانانو د ووټ کارولو لپاره هڅې وکړي

پاکستان کې د قانون پياوړي کولو او روڼتيا غېر دولتي انسټیټیوټ پلډېټ (PILDAT) له اړخه خپور شوي یو رپوټ کې ویل شوي چې د 2018 په عمومي ټاکنو کې، 37 فيصده ځوانانو د رایې ورکولو حق کارولی وو.

د څیړونکو تر مخه په راتلونکو ټاکنو کې ځوانان ووټ کارولو لپاره باید الیکشن کمېشن، سیاسي ګوندونه او مدنې ټولنه هڅې وکړي ځکه دا ډېره مهمه ده.

د پلډېټ (PILDAT) ادارې د شورو- چارشنبې په ورځ د "ډیموکرېسۍ مخکښ: په پاکستان کې د ځوانانو په ټاکنو کې ګډون "د سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی چې د ځوانانو د رای ورکولو برخه د ټولو رایو ورکونکو څخه شاوخوا 44 فیصده کم ده.

د ډیموګرافیک اهمیت په ګوته کولو سره، راپور په ډاګه کړه چې د 2018 په عمومي ټاکنو کې، 37 فيصده ځوانانو د رای ورکولو حق کارولی وو، او دا په تیرو اتو ټاکنو کې د 31 فيصدو اوسط رای ورکولو څخه د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

د پلډېټ سینیر پروجکټ مینجره امنه کوثر وايي،"مونږ څه وړاندیزونه ورکړې چې پکې په پوهنتونو او نور ځاینو کې د ووټ کارولو په اړه پوهنې خورولو تر څنګ د ځوانانو رجسټرېشن کې اسانتیاوې هم برابرول دي".

د راپور له مخې، د 2023 کال تر ستمبر پورې، په پاکستان کې نزدې 127 ملیونه رجسټرډ ووټران دي او له دې جملې څخه شاوخوا 55 ملیونه ځوانان دي چې عمرونه یې د 18 او 35 کلونو ترمنځ دي. دا د هیواد په ټاکنیزه منظرنامه کې د پام وړ شمېره ده.

ګډوانوالو د ټاکنو په بهیر کې د زیات شمولیت ترلاسه کولو لپاره د ځوانانو، اقلیتونو او ښځو پر فعال ګډون ټنګار وکړو او د الیکشن کمېشن، سیاسي ګوندونو او مدنې ټولنې څخه یې د خپل رول لوبولو غوښتنه وکړه.

د الیکشن کمېشن استازې نګهت صدیق د رای ورکولو پروسې په اړه زده کوونکو ته په پوهه ورکولو کې د الېکشن کمېشن هڅو ته په اشارې کولو سره وويل، "د کم عمره ځوانانو ووټرانو لپاره د کمپیوټري شناختي کارډونو (CNICs) لویه مسله ده په دې اړه د نادرا سره په پراخه کچه د عامه پوهاوي په مختلفو کارونو هم کار کیږي".

پلډېټ د باډي شاپ پاکستان په همکارۍ دغه غونډه جوړه کړې وه.

ګډون والو له اړوندو برخو څخه وغوښتل چې د ټول شموله ډیموکراسۍ لپاره په ټاکنو کې د ځوانانو ګډون ته وده ورکولو لپاره موثره اقدامات یقیني کړي. او د ځوانانو ګډون فعالولو لپاره باید د ټاکنو په اړه د بې باورۍ ختمولو او د ځوانانو د رجسټرېشن ستونزې هوارولو لپاره الکشن کمیشن، سیاسي ګوندونه او مدنې ټولنه هم مهم رول ولوبوي.