د شمالي وزیرستان نه نهه نیم کاله وړاندې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له امله بې کوره شوو کډوالو د بنو په بکاخېل سیمه کې د مالي مرستو د نشتوالي پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی.
دوی وايي د تیرو څلورو میاشتو راهسې ورته د امدادي مرستو قسطونه نه دي ورکړل شوي پي ډي ایم ای هم په مرستو کې د ځند تصدیق کوي او وايي د مرکزي حکومت نه د مرستو پېسې نه دي تر لاسه شوې.
کډوال چې شمالي وزیرستان کې د تګ راتګ لوی سړکونه د تیرو پیځو ورځو راهسې بند کړي وايي که حکومت سره د مرستو پېسې نه وي بیا دې علاقه ته ستانه کړي.
د کډوالو یو مشر ملک مشاورت خان وویل دوی ته د کورونو پریښولو پرمهال ویل شوي وو چې تر څو کډوال وي دوی ته به مرستې ورکړل کیږي
هغه وویل کورونه او کاروبارونه په علاقه کې ترې پاته شوي او اوس دا څلورمه میاشت ده چې دوی ته د خرڅ خوراک د پاره د امدادي مرستو پېسې نه دي ورکړل شوې.
حکومت د شمالې وزیرستان څخه بې کوره شوې هرې کورنۍ ته د میاشتې ۱۲ زره د خوراک او اته زره روپی د خرڅ ورکولې.
خو د پي ډي ایم اې ویاند احسان داوړ وویل دوی ته د مرکزي حکومت نه د مرستو پېسې نه دي ترلاسه شوې.
هغه وویل حکومت یې سپارښتنه کړې او چې کله ادارې ته د مرستو پېسې ترلاسه شي کډالو ته به موبایل د لارې ولیږي.
بکا خېل کیمپ کې مېشت د شمالي وزیرسنان یو کډوال عبدالله همدرد وايي چې د کله نه مرستې بند شوې د خوراک او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه وویل په کیمپ کې ګاونډیان یا بازارونه نه لري چې په پور د خوراک سامان ترې واخلي او ماشومان یې د لوږې سره مخ شوي او د نورو سیمو دوکانداران دوی ته په پور سامان نه ورکوي ځکه چې د تیر پور پېسې یې نه دي ورکړې.
هغه وویل په علاقه کې د زڼغوزو ځنګلونه او د کرومایټو غرونه لري او که حکومت دوی ته د امدادي مرستې نه شي ورکولی بیا دې بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي چې د خپلې خوښې ژوند تېر کړي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي وو چې له امله يې په لکونو خلک د خپلې سیمې په پریښولو مجبوره شوي وو.
د پاکستان پوځ دې عملیاتو پرمهال د ستر بریالي توب ترلاسه کېدو دعوه لري او وایي دا سیمه د هر قسمه ناامنۍ نه پاکه کړل شوې.
خو په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې مني د دوی سره د شمالي وزیرستان د شل زره نه زیاتې بې کوره کورنۍ رجسټرډ دي چې دوی ته هره میاشت 35کروړ نه زیاتې روپۍ د امدادي مرستو ورکړل کیږي.
سپین وام سیمه کې د شمالي وزیرستان د ټولو قامونو په استازېتوب جوړه د اتمانزی جرګې مشر ډاکټر ګل علم وزیر احتجاجي غونډې ته ویلي د تیرو شپږو میاشتو نه حکومت ته په سیمه کې د امن سوال کوي خو د دوی دا خبرې هیڅ توجو نه کوي.
هغه وویل تر ضرب عضب وروسته د ناامنۍ سره مخ دي او ویلي دې دوران یې په لسګونو کسان وژل شوي، په سلګونو بېدرکه شوي او د ترهګری پرضد عملیاتو کې عام ولس ځورول کیږي خو تر اوسه د عامو خلکو په وژنه کې یو کس مالوم نه شو.
هغه ویلي که د امن غوښتنه چې پکې د بې درکه کسانو مالوم ولو د هدفي وژنو مخنوي او کډوالو ته د مرستو ورکولو غوښتنې یې نه منل کیږي بیا د عامو ټاکنو نه د بایکاټ پریکړه کوي.
وي او ای ډیوه په دې اړه د انتظامیه مشر منظور افریدي سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو خو د دفتر چاواکي وايي احتجاج کونکو سره ناستې شوې دوی غوښتنې اوریدل شوې او دوی ته هم د کډوالو د مشکلاتو احساس دی او د دوی د دې مسلې هوارولودپاره هلې ځلې تندې کړې دي.