په بنو کې د جينکو سرکاري سکول سوځول شوی، په دروازه یې لیکل شوي "دا سکول بند وساتئ".

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې نامالومو کسانو د جينکو يو سرکاري سکول سوځولی دی، د بنو چارواکو منلې چې د پنجشنبې- زیارت او جمعې په شپه ناوخته دغه پېښه په ميریان علاقه کې شوې ده.

د بنو ضلعې پوليس مشر (ډي پي او) افتخار خان وي او اې ډيوه ته ویلي، د بنو د ميریان تحصيل په ممبارتي بارکزۍ علاقه کې د جينکو يو هايير سيکنډري سکول د ساينس ليبارټرۍ ته د شپې په مهال نامالومه کسانو اور اچولی، په ليبارټرۍ کې ټول سامان سوځول شوی دی.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

پوليس افسر زياته کړه، په سکول کې د بجلۍ دپاره لګېدلی شمسي پلانټ او د اوبو موټر نامالومو کسانو د ځان سره وړلي دي.

هغه وویل، دغو کسانو د سکول څوکېدار ته سخت ګواښونه کړي چې دا سکول نور بند کړي او بيا روان نه کړی شي.

د پوليس افسر په خبره، سکول ته د اور اچولو او سامان غلا کولو مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړل شوې او پلټنې پېل کړل شوي دي.

د علاقې خلک وايي، دا يو روان سکول وو او د لسګونو په شمېره پکې د پينځم ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې جینکو زده کړې کولې.

د ځايي خلکو په خبره، د سکول په ديوال د ګواښ ليکل هم شوي وو.

په ټولنيزو رسنيو د ليکلو عکسونه خپاره کړی شوي، چې پکې ليکل شوي، "دا سکول بند وساتئ کنه د دې نه زيات تاوان به ورته ورسول شي، تحریک طالبان پاکستان"، خو ټي ټي پي په رسمي توګه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

د خلکو په خبره، د پېښې وروسته د علاقې په اوسېدونکو جينکو کې سخته ويره خوره شوې ده.

خو ډي پي او وايي، هغه په خپله موقعې ته ورغلی، د پېښې پلټنې پېل کړی شوي، د فنګر پرنټ يا ګوتو نښې راټولې کړل شوي په پېښه کې ککړ کسان به مالومولی او سخته سزا به ورته ورکولی شي.

له دې وړاندې د روان کال جون په مياشت کې په ټانک کې د هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومه کسانو سوځولي وو.

او له دغې وړاندې د مې د مياشتې په 22مه نېټه د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې هم نامالومو کسانو د جینکو دوه سرکاري سکولونه الوځولي وو.

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو کې د کال 2020م نه وړاندې بیلابیلو وختونو کې نزدې 1500 سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو نه محرومه کړی شوي وو.

د چارواکو په وينا په يادو سکولونو کې زيات بيرته جوړ کړی شوي او فعال کړی شوي دي.

د امریکې نړيوالې مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] تېر کال د نومبر په میاشت کې ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او د 1000 نه زيات يې بحال کړي دي.