شمالي وزیرستان: محسن داوړ د وسله والو له یو دروند بریده ژوندی وتلی دی

Mohsin Dawar

امنیتي سرچینې وایي د ملي جمهوري غورځنګ ګوند په مشر اؤ د پاکستان د مرکزي پارلیمان په پخواني غړي محسن داوړ باندې په شمالي وزیرستان کې یو وژونکی برید شوی خو محسن داوړ له دغه بریده روغ وتلی دی.

پولیس په محسن داوړ د شوي برید پخلی کوي او وايي د محسن داوړ په ګاډي نزدې د څلویښتو ویشتل شوؤ مرمیو نښې موندل شوې دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روخانزیب د دفتر چارواکي وايي دا پېښه د چهارشنبې- شورو په سهار د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میرانشا سره په سویل ختیځ کې پرته د تپي سیمه کې شوې ده.

پولیس وایي محسن داوړ اؤ د هغه ملګري په انتخابي کمپاین بوخت وؤ چې تپي کې د بیلابیلو اړخونو نه نامعلومو وسله والو د محسن داوړ په ګاډي ناتاره ډې کړې دي.

سرچینې وایي په ډزو د محسن داوړ د ګاډي مخامخ اؤ وروستۍ شیشې اؤ سایډونه لګیدلي دي خو وایي دا زغره بند یا مرمۍ ضد ګاډی ؤ نو ځکه پکې محسن داوړ ته کوم زیان نه دی اوښتی.

له پېښې وروسته پولیس د برید ځای ته رسېدلي او وایي پلټنې یې پیل کړې دي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند صوبې عمومي سیکتر ندیم عسکر وايي دوی نن سهار تپي سیمه ته د لسګونو ګاډو په قافله کې انتخابي کمپاین ته روان وو چې په لار کې د وړاندې نه پټو وسله والو پرې ناتاره ډزې پیل کړې.

هغه ویلي وسله والو د دوي په ګاډو د سپکو وسلو تر څنګ راکټ لانچرې هم توغولي خو وایي له نیکه مرغه په دغه برید کې محسن داوړ اؤ دهغه نورو ملګرو ته کوم ځاني زیان نه دی رسیدلی.

په ټولنیزو رسنیو د دغه پېښې سخته غندنه شوې د پي ټي ایم مخکښ او د قامي پارلیمان پخواني غړي علي وزیر په ایکس رسنۍلیکلي :

‎"په شمالي وزیرستان کې د انتخابي کمپاین په مهال په محسن داوړ باندې قاتلانه حمله شوې ده چې مونږ یې په کلکه غندنه کوو، شکر دی هغه خوندي دی.د مترقي فکرونو د ځپلو لپاره د ریاستي ادارو او د دوی د کارکونکو دا پلان به هیڅکله بریالی نه شي"

محسن داوړ وخت نا وخته د پاکستان د پوځ اؤ خفیه ادارو په تګلارو سختې نیوکې کوي اؤ هغوي په پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د امنیت د وضعې په ګډوډولو تورنوي.