پښتون ملتپال سياستوال محمود خان اڅکزی وایي که د پاکستان په راروانو انتخاباتو کې درغلي وشي او د عوام رايو ته ارزښت ور نه کړل شي نو هغه به د تل لپاره پارليماني سياست پرېږدي او نور به د احتجاجونو او پرلتونو سياست ته مخه کړي چې ټول خلک سره يو کړي.
د پاکستان د ځينو نورو سياسي ګوندونو د مشرانو په څېر د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي هم غوښتنه کړې د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې دې د عوام د ووټ او رايې خيال وساتل شي.
په کوټه ښار کې انتخابي غونډې ته د وينا پر وخت ښاغلي اڅکزي ویلي، په تېرو وختونو کې په پاکستان کې دوه واره د ولس د رايو خيال ونه ساتل شو چې دده په وینا غلطې نتيجې يې ورکړې:
"په پاکستان کې دوه واره دوی مداخلت کړی، يو وار مجيب الرحمان وګټله موږ [ پاکستان] انکار ورته وکړ، ډېره بده پېښه شوه، په لکونو انسانان مړه شول، پاکستان مات شو، زموږ پوځ بدنامه شو، زموږ پوځيان قيديان شول. بيا اسمبلۍ ماته کړه، لږ لږ مداخلت يې وکړ، خلک کوڅو ته راووتل، قومي اتحاد جوړ شو، مرده باد زندباد شروع شو او بټو پهانسۍ شو، پاکستان اوس دا توان نه لري مداخلت مه کوئ يو وار خلک پرېږدئ چې و يې ګټي بيا خبره ورسره وکړئ".
د پاکستان د 2018م کال په عمومي انتخاباتو کې هم د پاکستان پر پوځ د لاسوهنې تور لګېدلی وو چې ګواکې عمران خان یې په درغلۍ واکمنۍ ته رسولی دی، خو پوځ دا تورونه بې بنیاده بللي وو.
ښاغلي اڅکزي ویلي که په راروانو انتخاباتو کې مداخلت وشي دوی به بيا کله هم په خپل ژوند کې په انتخاباتو کې برخه وانه خلي:
"که مو د خلکو لاره نيوه، ګټي يې بل څوک او ته يې را ګرځوې زه بيا په انتخاباتو کې نه درېږم چې ټول پاکستان ماته راکوې هم نه درېږم، اوس هم د خلکو په غوښتنه ولاړ يم، موږ به بيا خپل تنظيم جوړوو او بيا به پرلت او احتجاجونه کوو بلوڅ هم پښتون هم".
محمود خان اڅکزي په دې وينا کې د چا نوم نه دی اخيستی خو تر دې وړاندې هغه په زياترو تقريرونو کې د ملک اسټېبليشمنټ او جاسوسي ادارې په سياست کې د مداخلت کولو په تور تورنوي، خو د ملک پوځ تل داسې سياسي تورونه په کلکو ټکو رد کړي دي.
تر دې وړاندې بلوڅ قامپاله سياستوال سردار اختر مېنګل، د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان مشر اصغرخان اڅکزي هم په را روانو انتخاباتو کې د عوام د رايې د احترام غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې په انتخاباتو کې دې د خلکو د ریښتینو رايو قدر وشي.
د قامپاله ګوندونو تر څنګ د عمران خان ګوند تحريک انصاف ګوند مشرتابه او کارکن په سختۍ سره داسې تورونه پورې کوي چې د ملک اسټېبليشمنټ د هغوی جمهوري حق تر پښو لاندې کړی او هغه له خپلې رايې بې برخې کوي او د هغوی مخالفينو ته په راروانو انخاباتو کې د ګټې ورکولو پلان باندې عمل روان دی.
خو د پاکستان پوځ، اوسني نګران حکومت او اليکشن کميشن د سياسي ګوندونو په خاصه د پي ټي ای تورونه په کلکه رد کړي، غندلي او ويلي چې دوی به په راروانو انخاباتو کې ټولو سياسي ګوندونو ته په پوره توګه د برخې اخيستلو برابره لاره او ماحول جوړوي او پر امنه انتخابات به تر سره کوي.