ايران او پاکستان پر يو بل باندې له بريدونو پس تعلقات پرې کړي خو د بلوچستان له لارې تجارت هم هغسې روان دی، بل لوري ته له افغانستان سره د پاکستان تجارتي لارې بندې دي.
د چاغي ضلعې د تفتان د کسټم چارواکو ځايي رسنيو ته ویلي، سوداګریزې چارې د معمول په څېر روانې دي، د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستان او ایران پولې ته تر 100 زيات بار وړونکي ټرالران تللي چې له پاکستانه چای، کچالو او نور توکي او له ايرانه ايل پي جي ګېس او نور توکي پاکستان ته راوړل شوي.
د تفتان ځايي خبريال محمود بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل، د ايران او پاکستان تر منځ چې په تفتان کې د « بابِ دوستي» په نوم کومه قانوني دروازه ده هغه خلاصه ده:
"د پنجګور تر بريد وړاندې چې په کوم ډول تجارت او د خلکو تګ راتګ وو، له بريد وروسته هم هر څه هغسې روان دي، تجاران ځي راځي، شعيه زيارت کوونکي ځي راځي، دلته چې کوم سرکاري ايمګرېشن لپاره دفترونه دي خلاص دي".
د محمود بلوڅ په وينا اتلسم جنوري پورې له باب دوستي قانوني تجارتي لسګونه ټرکان پاکستان ته داخل شوي، هغه د ځايي چارواکو له قوله وايي چې تېره ورځ د تجارت تر څنګ 600 سوه تنه پاکستان ته داخل شوي دي، چې پکې تجاران او زيارت کوونکي شامله دي.
38 کلن محمد سليم بلوڅ (بدل نوم) د ايران او پاکستان تر منځ له شخړې بې غمه دی او خپل کار يې روان دی.
محمد سليم د بلوچستان په سرحدي ښار تفتان بازار کې دوکاندار دی، وايي په دوکان کې يې ټول ايراني توکي دي، "که خوږې، چاکلېټ او هګۍ دي او که بيا سګرېټ او سابون دا ټول له ايرانه راوړل کېږي او موږ يې دلته خرڅوو".
د ايران او پاکستان پر يو بل فضايي بريدونو د دوی کار څومره زيانمن کړی، د دې سوال په ځواب کې سلیم وي او اې ډیوه ته وويل:
"دلته خو هر څه سم روان دي، پنجګور له موږ ډېره لرې سيمه ده په هغه حال نه لرو خو دلته بازار خلاص دی، له ايرانه هر څه را اړول کېږي او د يوه ساعت لپاره هم کار نه دی بند شوی".
ايران پر شپارسم جنوري د بلوچستان په پنجګور کې هوايي بريد کړی وو، چې د پاکستاني چارواکو په وینا دوه ماشومان پکې وژل شوي او دوه ماشومان او يوه ښځه پکې ټپي شوې وه.
ايران ويلي بريد يې د ايران دښمنې ترهګرې ډلې جيش العدل پر غړو کړی او هغه يې په نخښه کړي. پاکستان دا برید د خپلې خود مختارۍ ضد کار بللی او وایي په بريد کې بې ګناه خلک په نخښه شوي.
په غبرګون کې یې پاکستان د جنورۍ پر اتلسمه د ايران په سيستان بلوچستان کې هوايي بريدونه وکړل، پوځ ويلي د پاکستان ضد وسلوالو ډلو "بي ايل اې او بي ايل ايف" پټنځايونه يې په نخښه کړي، خو بي ايل اې او بي ايل ايف ويلي دوی هلته څوک نه لري او نه د دوی څوک په نخښه شوي.
ايران او پاکستان تر خپل منځ تر 900 کیلوميټره زیاته اوږه شريکه پوله لري او د پولې دواړو غاړو ته سني بلوڅان اوسېږي.
بل لوري ته له افغانستان سره د پاکستان پر سرحدي کرښه باندې دوې مهمې تجارتي او سفري لارې بندې دي.
د افغانستان له بولدک سره څېرمه د پاکستان چمن ښار کې له تېرو درو مياشو احتجاجي پرلت روان دی. پرلتوالو افغانستان ته د تلونکو تجارتي کنټېنرانو او افغان ټرانزټ لاره تړلې ده.
دوی له حکومته د پاسپورټ رجيم د ختمولو غوښتنه کوي، د پاکستان له لوري د پاسپورټ ويزې شرط لګولو له کبله پر د تورخم تګ راتګ لاره هم له افغانستان سره تړلې ده.
د چمن د پرلت منتظم او د لغړي اتحاد يو مشر صادق خان وي او اې ډيوه ته وويل، " د ايران او پاکستان تر ميان ډرون او ميزايل بريدونه وشول، مګر تجارت بند نه دی خو زموږ جايزې مطالبې نه منل کېږي او د پښتنو تجارت بند دی، چې د لکونو خلکو او تجارانو اربونو روپو زيان روان دی".
پاکستاني چارواکي وايي د پاسپورټ شرط د ټولو لپاره دی هر څوک چې پاکستان ته داخلېږي هغه به پاسپورټ لري او دوی دا پريکړه د ملک د خونديتوب لپاره کړې ده. خو احتجاج کوونکي وايي د پولې دواړو غاړو خلکو ته دې د پخوا غوندې بې پاسپورټه د تګ راتګ اجازت ورکړل شي.
پاکستان او ايران له اوږدې مودې د يو بل پر ضد د دوی د خاورې د استعمالېدو تورونه پورې کول خو دواړو دا تورونه ردول او روانه اوونۍ په ړومبي ځل دواړو ملکونو پر يو بل بريدونه وکړل او دواړو د تورنو "ترهګرو ډلو" د شته والي او د هغو ډلو په نخښه کولو دعوې کړي دي.
د کوټې چېمبر اف کامرس غړي محمد ايوب مرياڼي وي او اې ډيوه ته وويل،
"بايد پاکستان له ايران او افغانستان سره خپل تعلق هر وخت ښه وساتي او د جنګ نوبت ته قيصه لاړه نه شي ولې چې د صوبې د خلکو روزګار پر لويه کچه له افغانستان او ايران سره تړلی دی".
د مرياڼي په وينا له ايرانه پاکستان ته لسګونه توکي راوړل کېږي، خو وایي له پاکستانه تر يو درځن شاوخوا توکي لېږل کيږي چې په هغه کې وريځې، کونجتې او موسمي تازه مېوې هم شاملې دي.
مریاڼی وایي د ايران په پرتله له پاکستانه تر ټولو زيات برامدات افغانستان ته کېږي، چې پکې دواوې، اوړه، پسونه، خوراکي توکي، مشينونه، او نور زيات شيان شامل دي. له افغانستانه وچې او تازه مېوې، قيمتي ډبرې، د ډبرو سکاره او ځينې نور شيان راوړل کېږي.
د ايران پاکستان پر سرحدي معاملاتو او تجارت نظر لرونکي یو خبريال د خپل نوم پټ ساتلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، له ايران سره پر پوله شپږ يا اووه لارې دي چې وایي پر درو باندې خلک په پاسپورټ ځي راځي او پر نورو باندې په ځايي راهداري تګ راتګ او کاروبار کوي:
"له ايرانه په يوه ورځ کې شاوخوا اووه لکه ليټر ډيزل او دوه نيم درې لکه ليټر پېټرول راوړل کېږي او دا د ضلعي حکومتونو په پرچۍ راوړل کېږي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه خپاره شوو د تېر کال معلوماتو مطابق د پاکستان او ایران تر منځ په کال کې 392.08 میلین ډالرو تجارت کېږي.
وایي د پاکستان له خوا ایران ته د 22.86 ملین ډالرو مواد لېږل کېږي چې پکې وريځې، غوښه، رخت، کاغذ، کېمیکل، میوې او سبزۍ شاملې دي، همدا رنګه له ایرانه پاکستان ته د 369.23 ملین ډالرو بېلا بېل توکي راوړل کېږي لکه سکرېپ، اوسپنه، تېل، ګېس، ټايل او خواراکي توکي.
د پاکستان او ايران چارواکو په بيا بيا ويلي چې دوی به خپل کالنی قانوني تجارت تر پينځه اربه ډالرو هم زیاتوي.