د بلوچستان بلوڅو ملتپالو ګوندونو د پاکستان او د ايران تر منځ پر نښتو باندې سخته اندېښنه څرګنده کړې ده او غوښتنه کوي چې د خبرو اترو له لارې دې ستونځې هوارې کړل شي.
د کوټې په مطبوعاتي کلب کې د بېلا بېلو ملتپاله ګوندونو مشرانو خبري غونډې ته وينا پر مهال د پاکستان او ايران په سرحدي سيمو کې پر بريدونو خواشیني څرګنده کړه، د دوى په خبره چې له دې به د عادى خلکو ستونځې نورې هم زیاتې شي.
د بلوچستان نېشنل ګوند «مېنګل» مرستيال مشر ساجد ترين ایډوکېټ وایي د دواړو هيوادونو په بريدونو کې تر ټولو زيات زيان د بلوچستان خلکو ته اوښتی دى:
"په ځانګړې توګه د مکران ډیویژن د خلکو ټول روزګار د ايران له سرحدي پولې سره دى، د بلوچستان خلک دې نښتې ته په ښه نظر نه ګوري، تر دې له مخه زموږ خلک له بې روزګارۍ او غربت سره مخامخ دي، که دغه لاره بنده شي د بلوچستان خلک به له ډېرو مشکلاتو سره مخ شي".
په یوه بله غونډه کې بيا د بلوچستان پخواني وزيراعلا او د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالماک بلوڅ هم د ايران او پاکستان تر منځ بريدونه وغندل.
ډاکټر مالک وويل چې له ګاونډيو هيوادونو سره د پاکستان ښو اړيکو ته اړتيا ده، وایي ايران چې کوم څه وکړل د ده په نظر ډېر "ناوړه او د غندنې وړ" کار دى:
"اوس زموږ له حکومته دغه خواست دى، چې په ځانګړې توګه له افغانستان او له ايران سره د دوى کومې ستونځې دي، هغه دې له دواړو ګاونډیو سره ټولې مسئلې په ګډه په مثبت انداز وڅېړل شي او حل دې شي".
څېړونکي وايي د ايران او پاکستان پر سرحدي پوله باندې نښتې څه نوې خبره نه ده ، خو البته د ايران له خوا د ډرون او د میزایل کارول د تشويش وړ خبره ده.
څېړنکار او خبریال رشيد بلوڅ وایي د پولې په دواړو لورو بلوڅان مېشت دي، هره ورځ تګ راتګ کوي، وایي د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه به د عامو خلکو ژوند زیانمن کړي:
"د دواړو غاړو د خلکو روزګار د هغو اقتصاد د سرحدي پولې له تجارت سره تړلى دى، که څه هم هغه قانوني تجارت نه دی، په بلوچستان کې له وړاندې وضعه ترینګلې ده، که چيرې د دواړو هيواد تر منځ دا کشاله دوام ومومي د سرحدي پولې د دواړو غاړو خلک به نور هم اغېزمن شي".
د سه شنبې- نهې په شپه د بلوچستان له مركزي ښار کوټې څخه د 550 کيلومټرۍ په واټن د لوېدیځ په لور د ايران له سرحدي پولې سره نزدې د پنجګور په سبزکوه کلي کې ايران بريد کړی وو او دعوه یې کړې وه چې د جیش العدل د ترهګرو پټنځایونه یې هدف کړي دي.
په بدل کې یې د جنورۍ پر اتلسمه د پاکستان پوځ عملیات وکړل او دعوه یې وکړه چې په عملیاتو کې د بلوچ لیبریشن فرنټ او بلوچ لیبریشن ارمي پټنځایونه په نخښه شوي، خو دواړو کالعدم تنظیمونو په ایران کې د خپل شتون تورونه رد کړي دي.