بلوچستان: دوکۍ کې د کولې په کان کې د زهرجن ګیس په جمع کېدو درې افغان مزدوران مړه شوي

د بلوچستان په دوکۍ سیمه د ډبرو سکرو یا کولې په یوه کان کې د زهرجن ګیس جمع کېدو له امله درې افغان خواریکښ مړه شوي دي چې دوه پکې وروڼه دي.

دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال شوې اؤ چارواکي وایي چې له پېښې اته ساعته وروسته د سکرو ددغه کان نه د دریواړو مزدورانو مړي راویستل شوي دي.

د کانونو اسسټننټ انسپکټر دوست محمد ناصر وي او ای ډیوه ته ویلي په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو تعلق د افغانستان سره دی.

هغه ویلي چې له پېښې وروسته د مړو راویستلو لپاره اته ساعته پرله پسې عملیات دوامداره وؤ اؤ اوس په کان کې د ګیرو شوؤ مزدورانو مړي راویستل شوي دي.

هغه دې پېښه کې د مړو شوؤ کسانو نومونه نعمت الله اؤ حمدالله د حیات الله زامن اؤ زین الله د عبدالمنان زوی ښودلي دي.

دوست محمد ناصر وویل په پېښه کې مړه شوي دغه درې واړه مزدوران د افغانستان د کندهار ولایت اوسیدونکي وؤ اؤ مړي یې د هغوي وارثانو ته سپارل شوي اؤ افغانستان ته لیږدول شوي دي.

په بلوچستان اؤ په ځانګړي ډول دوکۍ کې وخت په وخت د کولې په کانونو یا درنګونو کې د مزدورانو د وژل کیدو دغسې پېښې مخې ته راځي اؤ تر دې دمه په سلګونو مزدورانو په دې کانونو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کولې د مزدورانو لپاره کار کونکي تنظيمونه پر حکومت او د معدنياتو د صوبايي محکمې پر زمه وارانو نيوکې کوي، چې د کولې له ماينونو څخه په يوه ورځ کې د کروړونو روپو ټېکسونه تر لاسه کوي،خو د مزدورانو د ژوند په خوندي ساتلو او د ضرورت پر وخت په پوره مرسته کولو کې پاتې راغلي دي.

خو چارواکي تل دعوه کوي د مزدورانو د هر ډول خونديتوب او مرستو دپاره یې هر وخت ممکنه هڅې جاري ساتلي دي.