اختر مېنګل: د پاکستان اسټېبلشمنټ دې ټول لادرکه بلوڅان خوشي کړي زه په ټاکنو کې برخه نه اخلم

بلوڅ قامپاله سياستوال او د بي اين پي مېنګل ګوند مشر سردار اختر مينګل ويلي که "د پاکستان اسټېبلشمنټ" ټول لادﺭکه بلوڅان راخوشي کوي، "په راتلونکو ټول ټاکنو کې له ټولو څوکيو وﺭته تېر يم ګنې په يوه څوکۍ ګټلو د بلوچستان د خاورې سودا کولو ته تيار نه يم".

سردار اختر مېنګل دغه خبرې د جنورۍ په 22مه د بلوچستان په بلوچ مېشته سيمه تربت کې اتنخابي غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

سردار اختر مينګل تور پورې کړی چې د پاکستان اسټېبلشمنټ هغه ويروي او هغه خپله او د هغه ګوند په راروانو انتخاباتو کې ناکامه کول او له پارليمان څخه ايستل غواړي.

د پاکستان پوځ او اوسني حکومت د مېنګل دې تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلی خو تر دې وړاندې د نورو سياسي ګوندونو د اعتراضونو او تورونو په ځواب کې اوسني نګران مرکزي او صوبايي حکومتونو ويلي چې ټولو سياسي ګوندونو ته د خپل سياسي کمپاين چلولو ووټ اخيستلو هر ډول موقع ورکول شوې ده او حکومت د چا د کاميابه کولو او ناکامه کولو کوم پلان نه لري.

دا ړومبی ځل نه دی چې د پاکستان پر اسټېبلشمنټ [پوځ او استخباراتي ادارو] باندې دا ډول تورونه پورې کېږي.

په تېرو څو لسيزو کې د پاکستان پر پوځ د پاکستان پيپلز ګوند، پاکستان مسلم ليګ(ن) پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميعت علما اسلام (ف) او ځينو نورو ګوندونو د انخاباتو په وختونو کې داسې تورونه پورې کړي چې پوځ او استخباراتي ادارې په سياست انتخاباتو کې لاس وهي او چې خوښ يې وي هغه خلک په اقتدار يا حکومت کې راولي۔

خو د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي آر په بيا بيا داسې تورونه رد کړي او غوښتنه يې کړې ده چې سياسي خلک دې پوځ له سياسته لرې ساتي او په داسې ډول معاملو کې دې د پوځ د نوم له اخيستلو ډډه وشي.

پر پوځ په سياست کې د لاسوهنې تر څنګ د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو پر يوه او بل ګوند د پوځ د ملتيا او له پوځه د ګټو اخيستو تورونه هم پورې کوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند باندې د پوځ د ملتيا تورونه وو خو دا وخت ياد ګوند تر ټولو پر نورو زياترو سياسي ګوندونو هم دغه تور پورې کوي چې دوی د پوځ ملګري او تحريک انصاف ګوند يې څنډې ته کړی او له پاليمانه يې لرې ساتي وايي ځکه يې د دوی مشر عمران خان هم په جېل کې بند کړی.

خو پوځ او سياسي ګوندونو دا تورونه په کلکه رد کړي دي۔

سردار اختر مېنګل د لادرکه بلوڅانو د راخوشي کولو په بدل په اتم فرورۍ 2024 په عامو ټاکنو کې د برخه نه اخيستلو خبره په داسې وخت کړې چې په اسلام اباد کې د بلوڅ يکجهتي کونسل له تېرې يوې نيمې مياشتې احتجاجي پرلت روان نن وځنډاوه چې پکې په ګڼ شمېر ماشومان او زنانې هم پکې شاملې وې.

د دوی په غوښتنو کې تر ټولو لویې غوښتنې دا دي چې د بلوچستان لا درکه کسان دې ښکاره او عدالتونه ته وړاندې کړل شي. وايي که پر کوم چا کوم تور دې عدالتي سزا دې وړکړل شي خو دومره دې وشي چې د هغو ورکو کسانو درک دې معلوم کړل شي.

په کوته کې له تېرو څو کلونو څخه پر احتجاج د بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظيم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشرماما قدير دعوه کوي او وايي، "زموږ له تنظيم سره د 8000 لادرکه بلوڅانو نوملړ يا ليسټ موجود دی".

د پاکستان سپريم کورټ ته تېره مياشت د لادرکه کسانو د کميشن په جمع کړل شوي رپورټ کې ليکل شوي چې له کال 2011م څخه له بلوچستانه د 2752 لادرکه کسانو کېسونه درج شوي چې پکې 2284 کیسونه يې حل کړي دي۔

د احتجاج کوونکو يوه بله غټه غوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې چې د عسکري ادارو په خاصه د سي ټي ډي پوليس له لوري کوم عمليات کېږي هغه دې ودرول شي.

احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې په داسې عملياتو کې ډېری بلوڅ لادرکه بلوڅان هم وژل کېږي دوی دې عملياتو ته جعلي پوليس مقابلې ويلې دي.

د پاکستان د اوسني مرکزي حکومت د کورنيو چارو پخواني مرکزي وزير مير سرفراز بګټي، د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير او ځينو نورو چارواکو د احتجاج کوونکو ادعاوې رد کرې او تور یې پورې کړی چې دا د پاکستان د بدنامه کولو او د ترهګرو د ملا ټينګولو احتجاج دی.

د سي ټي ډي له لوري تېره مياشت خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوی "د هغو ترهګرو پر ضد عمليات کوي چې په بلوچستان کې ناامني خوروري، د بې ګناه خلکو او عسکرو په وژنو کې لاس لري"۔

سردار اختر مېنګل د عمران خان په حکومت کې د څو مياشتو لپاره د هغه د حکومت ملګرتيا هم کړې وه، او بيا يې له مرکزي حکومته خپله لاره جلا کړه، وايي علت يې هم دا وو چې د عمران خان حکومت د لادرکه بلوڅانو د موندلو او را خوشي کولو وعده ورسره کړې وه خو هغه ژمنې يې تر سره نه کړې ځکه دوی ځينې جلا شول.

سردار اختر مېنګل په خپله وينا کې د پاکستان او ايران تر منځ د تېرو ورځو بريدونو باندې نيوکې کړې او ويلي چې د دواړو په جنګ کې يواځې بلوڅان وژل کېږي:

"که پاکستان يې ويشتل غواړي خو تهران دې وولي او که ايران يې ويشتل غواړي خو اسلام اباد يا لاهور دې وولي، بلوچ له اوله تر ستم لاندې دی".

پر شپاړسمه جنورۍ 2024 د ايران له لوري د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د جيشن العدل نومي سني مزهبي ډلې د مرکزونو په ميزايلو او ډرون د نخښه کولو دعوې شوې وې۔

پاکستان ويلي په دې بريد کې دوې بې ګناه ماشومانې وژل شوې او ديوې زنانې په ګډون درې ټپي شوې دي.

پاکستان په ځواب کې د ايران په سيستان بلوچستان صوبه کې د بلوڅ بېلتون خوښو ډلو بي اېل اې او بي ايل ايف د مهمه غړو استوګن ځايونو په ميزايلو او ډرون د ويشتلو دعوه کړې وه. ايران ويلي په دې بريد کې نهه تنه وژل شوي چې غېر ملکيان دي۔

ايران او پاکستان پر يوه او بل تور پورې کوي چې د دوی له خاورې وسلوال فعاليت کوي خو دواړه دا تورونه ردوي.