ماه رنګ بلوڅ سترې جلسې ته: "هر کال به 25 جنوري د بلوڅ نسل کشۍ د ورځې په توګه لمانځو"

بلوڅ یکجھتي کمېټۍ په کوټه ښار کې لويه جلسه کړې او ويناوالو یې ويلي، د ټول بلوچستان دا غوښتنه ده چې رياست دې اوس "د بلوڅانو د نسل کـشۍ" تګلاره نوره ودروي او د خلکو جبري بې درکه کېدل دې جرم وګرځول شي.

په اسلام اباد کې تر یو میاشتني احتجاجي پرلت ختمولو وروسته بلوچستان ته تر ستنېدو وروسته د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ وویل، د 2014م کال د جنورۍ پر 25مه چې د خضدار له توتک سیمې د 170 مړي موندل شوي وو، وایي له دې وروسته به هر کال دغه ورځ "د بلوڅانو د نشل کشۍ" د ورځې په توګه لمانځي.

دغه لویه ولسي غونډه د جنورۍ پر 27مه د کوټې ښار د سرياب سیمې په شاهواني سټېډیم کې شوې چې له نیژدې او لرې پرتو سيمو زرګونو کسانو ښځو او نارینه وو پکې ګډون کړی وو، خو په پاکستاني رسنیو کې دې جلسې ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د بلوڅ یکجھتي کمېټۍ مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ وي او اې ډيوه ته په ځانګړې وينا کې وويل، دوی به د خپل غورځنګ په پنځم پړاو کې په ټول بلوچستان کې احتجاجى لاريون کوي او په سوله یيزه توګه به دغه تحريک د بلوچستان کور کور ته رسوي چې وايي رياست دې د خلکو بې درکه کول جرم وګرځوي:

"د بلوڅو نسل کشي دې ختم کړل شي، په جبري توګه د خلکو بې درکه کول دې ودرول شي، چې کوم څوک بې درکه کړی شوي هغه دې عدالتو ته وړاندې کړي، وژونکې ډلې دې ختم کړل شي".

دا جلسه په داسې حال کې شوې چې د بلوچستان حکومت په صوبه کې د امنیت په خاطر پر ولسي غونډو د بندیز لپاره د قانون 144مه دفع هم نافذه کړې وه.

بلوچ یکجهتي کمېټۍ وایي د بالاچ بلوچ په نوم یو ځوان د اکتوبر په وروستيو کې پولیسو له کوره وړی او تر بې درکۍ وروسته یې په 20م نومبر د هغه ګرفتاري ښکاره کړې، مقدمه پرې درج کړې او 21م نومبر یې عدالت ته وړاندې کړی وو او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو، خو بیا وروسته هغه وژل شوی وو.

د بالاچ د وژنې په تور د سي ټي ډي د چارواکو خلاف مقدمه درج شوې وه او د بلوچستان حکومت د دې پېښې د پلټنې لپاره کمېټۍ هم جوړه کړې وه.

ماه رنګ بلوڅ وایي سي ټي ډي دې غېرموثره کړل شي او د دې په وینا "چې څومره کسان یې په غیرعدالتي توګه "وژلي" هغه دې ومني:

"چې تاسو سره وو، د بند پر مهال تاسو وژلى دى، د بالاچ بلوڅ په شمول ټولو اغېزمن شوو کورنیو ته دې انصاف ورکول شي، زموږ انصاف هم دا دى چې دا د نسل کشۍ تګلاره ختم کړل شي".

د پاکستان پوځ او امنیتي تل داسې تورونه رد کړي چې ګوندې څوک یې په جبري توګه بې درکه کړي او یا یې په جعلي پولیس مقابلو کې وژلي دي.

د پاکستان د بشري حقوقو سازمان د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غوښتنو ملاتړ کړی دی. په بلوچستان کې د پاکستان د بشري حقوقو د تنظیم مرستيال مشر حبيب طاهر ايډوکېټ وایي:

"پر دې باید قانون سازي وشي چې په راتلونکي کې دا جرم وګرځول شي، چې کوم بې درکه شوي کسان د عدالت د امر پرته وژل شوي دي، د عدالت په ذریعه دې يو کميشن جوړ شي، چې حقایق را څرګند شي، په جبرى توګه چې خلک د رياست له خوا بې درکه کېږي دا غېرقانونى قانوني عمل دی".

د سي ټي ډي بلوچستان په اعلاميه کې ويل شوي چې د نومبر په 20مه دوی د ترهګرۍ په پېښو کې د یو شمېر ککړو کسانو په لټه کې وو، "بالاچ د مولا بخش زوی" یې ونيو.

پولیس دعوه کوي چې له بالاچ څخه یې پینځه کیلوګرامه چاودېدونکی مواد هم تر لاسه کړي وو، وایي د بالاچ په ګوته کېدو باندې دوی د پسني په سیمه کې عملياتو وکړل چې هلته هم پر دې مهال د ترهګرو په ډزو کې بالاچ هم ووژل شو.