د بلوچستان د کچي ضلع په مچ سیمه کې په وسلوالو بريدونو کې د دوو پوليس عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي، حکومت په ځوابي برید کې د اوو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده. په ياده پېښو کې ديارلس تنه ټپي شوي دي. چارواکي وايي په سيمه کې لا هم عمليات روان دي.
د کوټې سېول روغتون ټراما سنټر د مچ او شاوخوا سيمو د تېرې شپې د وسلوالو بريدونو ټپيان راوړل شوي دي. پولیس عسکر دهني بخش هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی، هغه وایي:
"ماخوستن شاوخوا نهه بجې وې، موږ په تاڼه کې وو ډزې شروع شوې، لږ ساعت پس زموږ پر تاڼه بريد وشو، زموږ تاڼه له څلور لوريو وسلوالو په ولقه کې اخيستې وه او ډزې يې کولې، موږ په تاڼه کې دولس تنه وو، دروازې مو بندې کړې وې او پر خپلو ځايونو چمتو ولاړ وو".
د پوليس چارواکو په وينا د دوشنبې- ګل په ماښام کوټې ښار ته څېرمه د کچي ضلعې په کولپور، مچ، ګوکرت او ځينو نورو سيمو باندې پر يوه وخت ډليز وسلوال بريدونه شوي چې تر اوسه پکې د پوليس ايس ايچ او ساجد سولنګي او د ريلوې سټېشن د یو پوليس عسکرفېصل سمالاني په ګډون پينځه تنه وژل شوي او 13 ټپي شوي دي.
د سېول روغتون د چارواکو په وينا روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون د دوو تنو مړي وروړل شوي او په وروړل شوو ټپيانو کې د دوو حالت له خطر سره مخ دی.
د سيول روغتون وياند ډاکټر وسيم بېګ وایي، "د دوو تنو حالت مرګونۍ دی، د سيکرېټري صحت عبدالله خان په امر په سېول روغتون او ټراما سينټر کې بيړنی حالت لګول شوی".
په بريد کې ټپي شوي د کوټې د مشرقي بايي پاس اوسېدونکي شپاړس کلن عبدل نادر وي او اې ډيوه ته وويل، "شاوخوا د شپې لس بجې وې، موږ په مچ کې خپله لس ويلره لارۍ له لرګيو ډکوله چې راکټ ګولۍ له موږ سره ولوېدله، بيا زه په ځان نه يم پوهېدلی چې څه وشول، ولې چې زما سترګې او غوږونه بند شول، له موږ سره هلته نور مزدورانو کار کاوی چې څلور پکې مړه شوي دي او درې پکې ټپيان شوي دي"۔.
د ياد بريد زمه واري نا قانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلې او د لوی ځاني مالي زيان رسولو دعوې يې کړې دي. ياد تنظيم دې بريد ته د " د بولان درې عمليات" يا «اپريشن دره بولان» نوم ورکړی دی.
ځينې سرچينې په ياده سيمه کې لا هم د وسلوالو د شته والي او د ځينو خلکو د يرغمالولو دعوه کوي خو ازادو سرچينو د دغو دعوو تصديق نه دی کړی.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، په سيمه کې لا هم عمليات روان دي، د هغه په ټکو"اوہ ترهګر مو انجام ته رسولي، د ترهګرو پلان په کاميابۍ سرله شنډ کولو وروسته په سيمه کې د پاکۍ عمليات روان دي".
د ځايي سرچينو په وينا د لويو او وړو وسلو په دې بريد کې د مچ تاریخي جېل، د پوليس تاڼه، رېلوې سټېشن، او د ايف سي کيمپ په نخښه شوي دي.
د يادې پېښې له کبله د کوټې کراچۍ او کوټۍ پېښور تر ميان چلېدونکي اورګاډي پر خپلو خپلو تم ځايونو يا سټېشنونه باندې درول شوي دي چې له کبله يې ډيری مسافر له ستونځو سره مخ شوي دي.
بل لوري ته د بلوچستان د سر ښار کوټې او د سیند صوبې حيدر اباد او ځينو نورو سيمو تر ميان لويه لاره د کچي ضلعې کولپور او او مچ په شاوخوا سيمو کې د هر ډول تګ راتګ لپاره د رپورټ د جوړيدو تر وخته بنده ده.
د بريد په ترڅ کې د کولپور ځايي هوټل، مارکېټ، ځايي کورونو او پر لاره تلونکو لويو او وړو ګاډو او مسافرو ته هم زيانونه اوښتي دي، خو په اړه یې کره معلوماته شته.