د چمن پرلت 105مه ورځ: احتجاج کوونکي وایي روزګارونه یې ختم شول

د بلوچستان په چمن ښار کې د روان احتجاجي پرلت ګډونوال وایي د پاکستان حکومت له خوا د چمن دﺭواﺯې بندولو دوی له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي او ﺭوﺯګاﺭ یې ختم شوی دی.

دغه پرلت کوونکي له تېرو دﺭې نیمو مياشتو ﺭاهیسې پر احتجاج ناست دي او له حکومته پر چمن پوله د پاسپوﺭټ عملي کولو د پرېکړې د بيرته اخیستلو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبر مياشتې له اولنۍ نېټې له افغانستان سره تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ کړی دی، خو ځايي خلک وايي د چمن او سپين بولدک اوسېدونکي دې د تېر په څېر په شناختي کارډ او تذکره تلل راتلل وکړي.

د چمن سرحدي ښاﺭ اوسېدونکی عطاء الله هم هر سهاﺭ چمن احتجاجي پرلت ته ﺭاځي او د نوﺭو زرګونو ګډونوالو په څېر د پاکستان له حکومته غواړي چې د چمن دﺭواﺯه دې د کاﺭوباﺭ ﺭوﺯګاﺭ لپاره خلاصه کړي، دده په وينا دا وخت یې کوﺭنۍ د ګټې وټې نه لرلو له وجې له لوږې سره مخامخ ده:

"ﺯموږ صرف له خپلې غريبۍ سره کاﺭ دی، موږ پر دغه باډﺭ باندې خپله غريبي کوو ﺯموږ غټه ګټه ﺯﺭ پنځلس سوه ﺭوپۍ ده، موږ په شا غوټې راوړو څوک به بل شی ﺭاوړي څوک به غوړي ﺭاوړي څوک به پاﺭسل پلمېټ ﺭاوړي".

د چمن آل پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد د اکتوبر له شلمې احتجاج پیل کړی او له حکومته د سيمې د سوداګرو او ځایي قبائلو دپاﺭه پر پوله د پاپسوﺭټ شرط عملي کولو د پرېکړې بیرته اخیستل غواړي.

د بلوچستان حکومت وياند جان اڅکزي په خپل يوه تاﺯه بيان کې ويلي چې پر چمن پوله د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې پاسپوﺭټ او ويزه ﺭجيم عملي شوی دی. اڅکزي ویلي په نړۍ کې يوه داسې پوله نه شته چې خلک بغير پاسپوﺭټ تګ ﺭاتګ پرې وکړي.

د جان اڅکزي په خبره حکومت په ملک کې د امنيت خوندي کولو دپاﺭه پر چمن او تورخم پوله پاسپوﺭټ او په ويزه تګ ﺭاتګ لاﺯمي کړي دي، وایي که چېرې د خلکو د ﺭوﺯګاﺭ خبره ده حکومت به ډېر ژﺭ په چمن ماسټر پلان کې د دوی لپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ بندوبست وکړي.

د بلوچستان حکومت په سملاسي توګه د چمن د بېروﺯګاﺭه خلکو لپاﺭه د مياشتنۍ 20,000 روپیو او ﺭاشن وﺭکولو سلسله هم پيل کړه ده خو د سيمې خلک وایي پر چمن پوله يواځې د خپل ﺭوﺯګاﺭ کولو اسانتيا غواړي.

د چمن اوسېدونکی سعد محمد وایي، "پاسپوﺭټ دی پاسپوﺭټ دی، موږ بيخي پاسپورټ نه پېژنو، ﺯموږ ژوند دغه لغړي ده پینځه سوه ﺭوپۍ وګټو، اوس پر موږ دغه ﺭوﺯګاﺭ هم بند شوی دی، موږ بېروﺯګاﺭه يو اوس موږ ځان ته اوﺭ واچوو که خپل عيال ته اوﺭ واچوو".

په دغه ﺭوان پرلت کې هره وﺭځ په ﺯﺭګونو کسان شريک وي، چې وﺭته وينا کوونکي د پاکستان له حکومته د چمن دﺭواﺯې د خلاصولو غوښتنې کوي خو د سيمې يوه ديني عالم مولانا حافظ محمد يوسف په خپله وينا کې وويل د سيمې خلکو د اتحاد اتفاق له وجې به د پرلت غوښتنې ژﺭ ومنل شي:

"موږ بالکل د خپل تحريک په وﺭوستیو شېبو کې ﺭوان يو، په هغه کې نه ﺯه د ګنټې خبره کوای سم چې خوشبري ﺭاوﺭسيږي نه د شپې او نه د وﺭځو خبره کوای سم چې فيصله شوې ده، د چمن دﺭواﺯه به پر شناخت کاﺭډ او تذکره باندې خلاصېدو حکم ﺭاشي خو دومره انتظاﺭ دی چې دغه پرېکړه اعلان شي".

حافظ محمد یوسف دا ونه ویل چې د پرلت کوونکو غوښتنه به څنګه ومنل شي او نه یې په دې اړه د پاکستان له چارواکو سره د خبرو اترو څه حواله ورکړه.

آل پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد ددغه احتجاجي پرلت له کبله د پاکستان او افغانستان تر منځ لویه لاﺭه بنده ده چې د چمن له لاﺭې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجاﺭتي چاﺭې هم په ټپه ولاړې دي.

د پاک افغان ګډې سوداګريزې خونې غړي وایي له افغانستان سره د چمن دﺭواﺯې بنديدو له امله د دواړو هېوادونو تاجرانو ته په میليونونو ﺭوپۍ ﺯيانونه اوښتي دي او له افغانستان سره د چمن له لاﺭې ټرانزیټي چاﺭې هم دﺭېدلې دي.