د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 43 د شپږ پولنګ سټیشنو د بيا انتخاباتو په وخت په يو پولينګ سټېشن د وسله وال بريد پېښه شوې، پوليس په پېښه کې د برید کوونکي وسله والو وژلو دعوه کړې ده.
يادې شپږ پولينګ سټېشنې په ټانک او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې دي، چارواکي هلته په سخت امنیت کې د رایو اچولو عمل روان دی.
د قامې اسمبلۍ څوکۍ 43 د ټانک ضلعې او د ډېره اسماعیل خان په کلاچي او پنیاله کی تحصیلونو باندې مشتمله ده او په اتمه فروري د عامو انتخاباتو پرمهال د ټانک ضلعې په کوټ اعظم او د ډیره اسماعیل خان کلاچي تحصیل په روړۍ سیمه کې په امنیتي ځواکونو او پولیسو د بريدونو وروسته د ټانک ضلعې په یو او کلاچي تحصیل په پينځو پولینګ سټیشنو د انتخاباتو عمل ځنډول شوي وو.
په ټانک ضلعه کې د ناامنۍ په پېښو کې یو امنیتي عسکر او کلاچي سیمه کې پینځه پولیس او دوه امنیتي عسکر وژل شوي وو.
د ټاکنو کمېشن لخوا په دې پولینګ سټیشنو نن بيا انتخابات اعلان شوي، او امنیت د پاره په علاقه کې د پولیسو، او ایف ځواک ترځنګ د پاکستان د پوځ عسکر ګمارل شوي دي.
خو د سختو امنیتي تدابیر باوجود د ټانک کوټ اعظم سیمه کې په يواځیني پولینګ سټېشن په امنیت مامورو امنیتي عسکرو برید شوی، او بيا د رايو اچولو عمل ودرول شوی وو.
د ټانک ضلعې د پولیس مشر اسید افتخار علی شاه د پېښې تاييد کړی او وي او اې ډیوه ته یې ويلي، په امنیت مامورو پولیسو بريد ته چټک ځواب کړې او د ډزو په تبادله کې یو وسله وال وژل شوی دی.
هغه وویل تر برید وروسته حالت قابو کړل شوي او د انتخابو عمل بیا روان شوی دی.
د سیمې یو خبریال فاروق مسيد په خبره، د ټاکنو پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي پولینګ سټېشنو ته په غځېدلو لارو کې خنډان ودرول شوي او د ووټرانو تېرېدو پرمهال سختې تلاشۍ اخستل کیږي.
هغه وویل په پولینګ سټېشنو اضافي عسکر سره د وسلې چمتو ولاړ وو او په سړکونو د امنیتي ځواکونو ګشتي پارټيو څارنه کوله.
هغه وویل د ډزو پرمهال نزدې څو ساعته د رایې کارولو عمل ودرول شوی وو او زیاته یې کړه د ووټونو د پاره د خلکو ګڼه ګوڼه د نشت برابره وه.
حلقه این اې 43 کښې د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان زوی اسد محمود او د پاکستان تحریک انصاف په ملاتړ د آزاد امیدوار داور خان کنډي تر مینځ سخته مقابله ده.
د انتخاباتو کمېشن لخواه جاري کړل شوې نتیجې ترمخه د حلقې 342 پولينګ سټېشنو کې د تحریک انصاف حمايت يافته امېدوار داور خان کنډي د 826 ووټونو سره مخکې دی.
د الېکشن کمېشن ترمخه، په کومو پولينګ سټېشنو چې ووټونه اچول کيږي هلته د رجسټرډ ووټرانو شمېره 5438 ده.