د چمن په پوله د تېر کال 20م اکتوبر راهسې په پوله په پاسپورټ او ويزه د تګ راتګ پرضد احتجاجي پرلت دوام، یاد پرلت ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي که چري حکومت د چمن د احتجاج کوونکو غوښتنې نه مني نو د سيمې د خلقو د لښکرسره به د ډېورنډ په کرښه لګيدلي اغزن ته تار ته اول هغه لاس ور اچوي او بيا چې د پاکستان حکومت ورته کومه سزا ورکوي هغه ورته تیار دی.
محمود خان اڅکزی پرون د شورو- چارشنبې په ورځ په چمن ښار کې د تېرو څلورو مياشتو څخه دوامداره احتجاجي پرلت ته ورغلی وو. دغه احتجاج د پاکستان د چمن او د افغانستان د سپین بولدک ترمنځ سفر دپاره د پاسپورټ او ويزې د شرط خلاف دوام لري.
خو په بلوچستان صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي په وینا د پاکستان حکومت د تېر کال د لومړی نومبر څخه د چمن په پوله د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره پاسپورټ عملي کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د چمن احتجاج کوونکو ته په وینا کې ويلي، د چمن پرامن پرلت کې شريک د زرګونو په شمېره کې د خلکوغوښتې نه منل حکومت د سيمي خلک پر دغه مجبوره کوي چې دغه خلک جرګه او لښکر وکړي او په ډېورنډ کرښه لګېدلی ازغن تار د مينځه لرې کړي اول به هغه دغه تار ته لاس اچوي.
اڅکزي وويل، "زه د کلې اډه کهول وسيدونکې يم زما هديره د تار پر ابله خوا پاته شوې ده او ته به وماته وایې چې پر پاسپورټ به ځې"، هغه وویل څوک هم دغه پرېکړې منلو ته تیار نه دی.
ښاغلي اڅکزي د پرلت ګډون ته په وینا کې ویلي، هغه ته دې دوې اوونۍ وخت ورکړي نوی حکومت جوړيږی دی به ورسره دغه مسله شريکوي او هواروي به یې.
د پاکستان حکومت د کال 2023م د نومبر څخه په پوله د پاسپورټ عملي کولو ويلي، خود حکومت دد غه پريکړې په ضد ال پارټيز تاجر لغړي پرلت کوي او د حکومت نه د دغه پرېکړې بيرته اخستلو غوښتنه کوي، او وايي چې د چمن شناخت کارډ او سپين بولدل پر تذکره باندې دې دوی ته تګ او راتګ اجازه ورکړي.
که څه هم محمود د خان اڅکزي تازه بيان ته حکومت کوم غبرګون نه دی ویلي، خو د بلوچستان د حکومت وياند جان اچکزي مخکې ویلي وو چې د چمن پرلت د سياسي او مذهبي ګوندو لخوا د خپلو سياسي ګټو دپاره کاﺭول کيږي.
جان اڅکزي د جنورۍ پر 15مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کيږي او هېچا ته له اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.
محمود خان اڅکزي پرلت ته په وينا کې زياته کړې، د پاکستان او افغانستان د چمن پر پوله د خلکو تګ راتګ پر پاسپورت کول ورته منظور نه دي.
په وروستیو کې د چمن د پرلت وياندعبدالصادق اڅکزی په چمن کې د پاسپورټ د دفتر مخې بندولو په تور د درېو کسانو سره نیول شوی او بيا د سخت احتجاج وروسته دوی خوشي کړل شوي وو.
د چمن پرلت کونکو د تېرودرېو مياشتو راهسې د سپين بولدک او چمن لویه لاره باب دوستي هم بنده ساتلې ده چې له امله یې هر ډول تجارتي او ټرانزټې چارې په ټپه ولاړې دي.