پاکستان کې په انتخاباتو د 18 ورځو تېرېدو وروسته هم د هیواد صدر د قامي اسمبلۍ غونډه نه ده رابللې 

پاکستان کې د عامو ټاکنو ترسره کېدو اتلس ورځې وروسته هم تر اوسه د صد عارف علوي له اړخه د قامي اسمبلۍ غونډه نه ده رابلل شوې،قانون پوهان وایي صدر ته به د فروۍ تر ۲۹مې نیټې د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل وي تر څو د پاکستان نوی وزیر اعظم وټاکل شي.

څېړونکي وایي په راتلونکي حکومت کې که وزیراعظم هر ځوک هم وي خو د یو شمیر چیلنجونه سره به مخ وي.

د اساسي قانون له مخې د پاکستان صدر ته له ټاکنو وروسته په ۲۱ ورځو کې دننه د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل وي خو دا ځل چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې شوي په دغو ټاکنو د اتلسو ورځو تېریدووروسته هم تراوسه د هیواد د صدر له اړخه د قامي اسمبلۍ غونډه نه ده رابلل شوې.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه دقامي اسمبلۍ د غونډې رابللو سمري پرون د خالي یا شبنې په ورځ صدر ته ليږل شوې خو د صدر له اړخه تر اوسه نه ده لاس لیک شوې.

د الیکشن کمیشن پخواني سیکریټري کنور محمد دلشاد له مخې،د ایین 224مه ماده وایي له ټاکنو وروسته په 21ؤ ورځو کې دننه به د قامي او صوبایي اسمبلیو غونډې رابلل کیږي او دغه موده به د روانې میاشتې په 28مه پای ته ورسېږي،

ډیوه سره خبرو کې هغه امکان وښودو چې د قامي اسمبلۍ غونډه به د فرورۍ په 29مه نیټه راوبلل شي.

د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې په ترتیب سره مسلم لیګ (ن) د 75 او پیپلز ګوند د 54 څوکیو په ګټلو سره دغه دواړه ګوندونه د خپلو اتحادي ګوندونو سره یوځای د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې تر 150 زیات غړي لري.

په پاکستان کې د مرکزي حکومت جوړولو لپاره د قامي اسمبلۍ د ټولټال 266 څوکیو څخه 134 څوکیو لرلو ته اړتیا وي.

د سیاسې اتحاد په توګه ددغو ګوندونو لخوا شهیاز شریف د وزیراعظم د څوکۍ لپاره نامزد کړی شوی.

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ويلي، داسې ښکاري چې د پاکستان تحريک انصاف باني عمران خان د شهباز شريف په مقابله کې د وزيراعظمۍ دپاره خپل کانديد نه دی ټاکلی.

څیړونکي وایي د پاکستان نو حکومت او وزیراعظم به د لویو چیلنجونو سره مخ وي.

خبریال لحاظ علي وایي،هر چا که په وفاق کې حکومت جوړ کړو هغه ته به څو غټې مسلې وې، یو د اسټیبلشمنټ سره تعلقات، دویم اقتصادي ستونز ې اؤ آي ایم ایف ته تګ به د دوي مجیوري وي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي،د دې ترڅنګ ګاونډېو هیوادونو سره اړیکې ښه کول به هم د راتلونکي حکومت لپاره یوه لویه مسله وي.

د ټولټاکنو وروسته تحریک انصاف ګوند اعلان کړی ؤ چې ددغه ګوند عمومي سکتر عمر ایوب به د وزیراعظم څوکۍ ته کاندید وي خو تحریک انصاف ګوند په یوازې ځان پارلیمان کې دومره څوکۍ نه لري چې خپل وزیراعظم راولي اؤ د بل لویې سیاسي ګوند سره یې تر اوسه اتحاد هم نه دی کړی.

څېړونکي امکان ښایي چې تحریک انصاف ګوند به مرکز کې په اپوزیشن کې کښیني خو وایي دا چې په ټول ټاکنو کې د درغلۍ تورونه به یو ځل بیا دا ګوند دوامداره وساتي اؤ راتلونکي حکومت به پخپلو زیاتو احتجاجونو اؤ سخت اپوزیشن کولو خپلې مخې ته پرې نه ږدي