په کوز جنوبي وزیرستان کې د ګاډو د بارګينونو مالکانو احتجاج له تیرې اوونۍ دوام لري، وايي د دوی نزدې 60 ګاډي پولیس په غير قانوني طریقه نیولي چې د لکونو روپو بیعې لري او د ګاډو 26 ډریوران هم نیول شوي دي.
پولیس وايي دا نان کسټم پېډ يا قانوني اسناد نه لرونکي ګاډي دي چې د بلوچستان د لارې ضلعې ته د راوستلو په وخت نيول شوي او احتجاج کونکو سره خبرې روانې دي.
احتجاج ته ځايي قامي او سياسي ملاتړ ترلاسه دی، احتجاج کوونکو د کاروباري مرکزو بندولو وروسته د وزیرستان ته د ګاډو د تګ راتګ لارې بندې کړي دي.
د احتجاج یو ګډونوال او د ګاډو د بارګينونو د اتحادیې عمومي سیکتر عبدالله شا وايي طوی خوله سیمه کې پولیسو دوی ته لاره بنده کړې او د دوی نیزدې 60 ګاډي امنیتي ځواکونو نیولي دي او یو ګاډي قيمت د 15 لکو نه تر 50 لکه روپو بيعه لري هغه وویل دا ګاډي او د هغې سره 25 ډرایوران په طوی خوله سیمه کې د امنیتي ځواکونو قلعه کې بند کړل شوي دي.
هغه وویل قبایلي ضلعو ته تر اوسه د کسټم نظام نه دی غځېدلی او په ټوله قبایلي سیمه کې بې اسناده ګاډي روان دي.
د نوموړي په وينا په ضلعه کې نزدې 10,000 بې اسناده ګاډي دي او دې ته قانوني حثیت ترلاسه دی او که دا غیر قانونه ګرځول کیږي دا به دوی د کروړونو روپو تاوان سره مخ کړي.
د سویلي وزیرستان د پولیسو مشر فرمان الله دفتر چارواکو وویل دا نان کسټم پېډ ګاډي دي چې په غیر قانونه لاره د بلو چستان نه رواستل کیږي.
دوی زیاته کړه د دې د پاره خپل طریقه کار موجود دی چې د انتظامیه نه اجازه اخستل کیږي خو دوی داسې هیڅ اسناد نه لري.
د احمدزۍ وزېرو قامي جرګې یو مشر ملک جمیل وايي دوی د مبارزې د لارې صوبه کې شامل شوې او دا سیمې د ټېکس نه مستثنا ګرځول شوي، د دوی نه بیا په څه ټیکس غوښتل کیږي.
هغه وویل تر اوسه کوم داسې قانون نه دی جوړ شوی چې دا ګاډي غیر قانوني ګرځول شوي او په صوبه کې د شاملېدو په وخت دوی سره ژمنه شوې چې لس کاله به قبایلي ضلعې د هر قسمه ټیکسونه څخه فري وي او که دوی تر ټیکس غواړي دا غیر قانونی ده.
سیاسي فعال تاج وزیر ویل د تیرې یوې اوونۍ نه بازارونه مارکیټونه او سړکونه تړل شوي دي، د هغه په وینا د بندیزونو عادي ژوند اغیزمن کړي او خلک یې د ستونزو سره مخ کړي خو انتظامیه د دوی په غوښتنو کې سنجیده نه ده.
د انتظامیه مشر ناصر خان دفتر چارواکو وویل احتجاج کونکو سره په ورستیو کې دوه ځله خبرې شوې خو د خپلې خبرې څخه په شا کیږي. د دوی په وینا نن بیا د قامي جرګې سره وویني او د ستونزو د هواري هڅه کوي.
د پي ټي ایم فعال شهزاد وزیر وویل دا علاقې په پلان سره وروسته پاتې کړل شوي چې د غلته ناامنۍ ته لاره جوړه کړي.
هغه وویل په انګور اډه سیمه کې ځایی خلک د تیرو څلورو میاشتو نه په احتجاج ناست دي چې تر مخه یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تجارت لویه لاره بنده کړې او د دوی غوښتنې نه منل کیږي چې له امله یې په علاقه کې د خلکو معاش مکمل ختم شوی اوس د ګاډو مالکان بې روزګاره کوي چې دغلته بیا نوي جنګ ته لاره هواره کړي.
هغه وویل خلک پوهه شوي او په دې لارو نه شي تېر باسل کېدی، چې بیا یې بل جنګ ته مخامخ کړي او د پرامنه احتجاج لړۍ به دوام لري.