ملګري ملتونه وایي، روان کال به د تېرکال په پرتله زیات ګرم وي، څېړونکي پاکستان کې د سېلابونو اندېښنې ښیي

د ملګرو ملتونو د موسمياتو نړيوالې ادارې ورلډ مېټرلوجيکل ارګنايزېشن پخپل وروستي راپور کې ويلي چې تېر کال2023م په تېرو 174 کلونو کې مخې ته د راغلې مشاهدې له مخې تر ټولو زيات ګرم پاتې شوی ؤ خو وایي روان کال 2024م د تېر کال په پرتله نور هم ګرم پاتې کېدای شي.

د ماحولياتو ماهرين دا رپورټ د اندېښنې وړ بولي او وايي که درجه حرارت سېوا کېږي نو خراب اثرات به يې په پاکستان هم کېږي.

د کار پوهانو په اند د زیاتې تودوخې له امله به په هېواد کې موجود ګلېشرز یا د واورې ګټان ویلي کیږي اؤ د دې ترڅنګ به د فصلونو پېداوار اغېزمن کیږي اؤ پاکستان ته د درنو اقتصادي زیانونو ور اوښتو اندېښنه شته.

د ملګرو ملتونو د موسمياتو نړيواله اداره ورلډ مېټرولوجيکل ارګنايزېشن وایي په نړيواله تودوخه کې اوږد مهاله زياتوالی په فضا کې د ګرين هاوس ګېسونو د زيات اخراج له وجې دی.

د ماحولياتو ماهرين وايي چې د حرارت په درجه کې د زياتوالي له امله د پاکستان په شمالي علاقو کې موجود ګلېشرز له خطر سره مخامخ دي او د تيرو وختونو په پرتله اوس په چټکتیا سره دا واورین ګټان ویلي کیږي چې د سېلابونو راتلو لامل ګرځېدای شي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د ماحولياتو ماهر ډاکټر شمس علي بیګ ډیوه سره خبرو کې وایي، د پاکستان په شمال کې تقريباً 7200 ګلېشرز دي او په هغو کې ډېر ګلېشرز داسې دي چې په هغې کې زياتوالی نه راځي او زيات ویلي کېږي.

هغه وایي، د دې زيات درجه حرارت له وجې ډېر داسې ګلېشرز دي چې لس فيصده حجم يې کم شوی دی او بيا د 2024م دپاره دا خبردارې ورکول چې تودوخه به پکې سېوا کېږي "نو دا زمونږه دغه علاقو دپاره ډېر خطرناک دی او دې سره د سېلابونو راتلو خطره سېوا شوې او زمونږه فصلونو ته هم ډېر نقصان رسېدلی شي"

د ادارې د رپورټ ترمخه تېرکال د حرارت درجه د 174 کاله د ريکارډ وروسته په لومړي ځل د صنعتي انقلاب نه مخکې د حرارت درجې څخه 1،45 سنټي ګرېډ لوړه وه.

رپورټ ښيي چې په 2023م کال کې، د سمندر د تودوخې کچه په 65 کلن مشاهده ریکارډ کې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلې وه.

د ماحولياتو ماهرين وايي د نړيوالې تودوخې سېوا کېدو له کبله د سمندر سره نزدې علاقو کې د سېلاب راتلو ترڅنګ اقتصادي هلوځلو ته هم زيان رسېږي۔

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د ماحولياتو ماهر ډاکټر سید وقاص علي شاه وایي، وړاندوینه شوې ده چې هرکال زمونږه د سمندر په سطحه کې يو ملي مېټر زياتوالی اوچتوالی راځي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د سمندر په سطحه کې د دې لوړوالي له امله" زمونږه د سمندر په غاړه چې کومې علاقې دي لکه کراچۍ، حېدراباد يا ګوادر شو نو هلته بيا د سمندر نه ډېر سېلابونه راځي، که صرف مونږه د هيټ ويو مثال واخلو نو ټول کاروبارونه د هغې سره خراب شي، د هغې سره سره زمونږه بيا د بجلۍ ضرورت زيات شي او په ملک کې د بجلۍ د فقدان په وجه نور هم د کارخانو بندش راځي"

ماهرين وايي که څه هم پاکستان په نړيوالې تودوخې کې د يو فيصد نه هم کم کردار لوبوي خو بيا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په نوم لړ کې په 5م نمبر دی کوم چې د موسمي بدلون نه زيات اغيزمن کېږي.

د ډاکټر شمس علي بېګ په وینا" زمونږه چې کوم زرعي مصنوعات دي د هغې پېداوار کمېږي او علت يې دا دی چې د موسمي بدلون او د نړيوالې تودوخې له امله مختلفې بيمارۍ ورته لګي او د هغې قابو کولو د پاره زمونږه سره څه نظام نشته.

هغه وایي، مونږه له د تخمنو داسې قسمونو اړخ ته تلل پکار دي چې هغه زياته ګرمي برداشت کولې شي او د هغې پېداوار هم سېوا وي، خو دلته داسې تحقيق نه دی شوی چې دغه قسمونه جوړ کړي.

په کټمنډو کې د مربوط غرونو د پراختیا نړیوال مرکز تېر کال پخپل رپورټ کې ويلي وو چې د نړيوالې تودوخې له وجې د دې پېړۍ تر اخره به د هندوکش هماليا په غرونو د ګلېشرز 80 فيصده برخه ختمه شي او په نتيجه کې به يې د يادې غريزې منطقې 240 ميلينه خلک د خطرناکو سېلابونو او د اوبو له کمښت سره مخ شي.