په زندان کې بندي د پاکستان پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، د حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس کې به ګډون کوي. هغه پرون په پينځمه جولايۍ اډياله زندان کې د 190 ميلينه پاونډونو د قضیې اورېدنې په وخت د صحافیانو غېر رسمي خبرې کړي دي.
د پاکستان ځايي رسنیو د تحریک انصاف ګوند د مشر له قوله ويلي، "د ګوند مشران به یې د حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس کې ګډون کوي ځکه دا ملکي معامله ده او د ملک په خاطر به پکې ګډون کوي".
په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.
پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام د دغو عملياتو مخالفت کوي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ پرون ويلي، "حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس رابللو غور کوي".
عمران خان ويلي، "څو پورې چې د افغانستان سره اړیکې نه وي پياوړې شوي د تحريک طالبان پاکستان خلاف جګړه نه شي ګټل کېدی، که تاسو د طالبانو خلاف عمليات کوئ نو هغوی به افغانستان ته وتښتي او تر څو چې د افغانستان مرسته نه وي، عمليات نه شي کاميابېدی".
د عزمِ استحکام په اړه د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف څو ورځې وړاندې د وي او اې سره په يوه مرکه کې ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم عمليات کېدلی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.
پرون په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی دی".
ويل شوي، "فورم د سيمه ييزه امنيت او په ځانګړي ډول افغانستان په حالاتو غور کړی دی".
عمران خان ويلي، "د بهرنيو چارو پخوانی وزیر بلاول بټو او زمونږ وزير خارجه افغانستان ته ولې نه دي تللي، زمونږ په وخت کې اېن ډي اېس او د اشرف غني حکومت يو شوي وو خو د هغې باوجود زه افغانستان ته لاړم اود هغو سره مې خبرې وکړې".
عمران خان د پاکستان د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په اړه ویلي، وکيلان یې د قاضي فايز عيسا په هر بنچ کې موجودګۍ باندې اعتراض کوي. هغه ويلي که انصاف ورته ترلاسه نه شو هغه به په زندان کې د نه خوړو هړتال وکړي.
هغه يو ځل بيا دعوه کړې په جېل کې ناست کرنل او مېجر ټول نظام چلوي.
هغه ويلي، "پاکستان وړاندې هايبرډ وو او اتاريټېټيو ته تللی په ملک کې ډکټېټر شپ دی، ټوله نړۍ خبر ده چې پاکستان کې څه کيږي".
عمران خان ويلي، په ملک کې د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ دپاره جوړ کونسل (اېس آی اېف سي) ملک نه شي سمولی، د ملکي مسلو حل راڼه انتخابات دي.
د پاکستان تېر حکومت په جون 2023م کې د ځانګړو پانګونو کونسل اېس آی اېف سي جوړ کړی او د پوځ مشر د دغې کونسل برخه ده.
عمران خان تور لګولی، د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د مسلم ليګ او پيپلز ګوند جنازه ويستې ده، د بجټ وروسته د دوی سياست ختم شوی د دوی سره داسې شوي چې د دښمن سره هم کېدل نه دي پکار.
د پاکستان پوځ د عمران خان تور ته ځواب نه دی ویلی، خو له دې وړاندې پوځ ويلي په سياست کې لاسوهنه نه کوي. عمران خان ويلي، د مذاکراتو او خبرو اترو وخت په اتمه فرورۍ تېر شوی دی، په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي وو.
د عمران خان په خبره، "بره ناست طاقتور غواړي چې دی دې ضمانت ورکړي چې په واک کې راشي په دوی به لاس نه چوي"، هغه ويلي مذاکرات هغه وخت کيږي چې د مسلې حل راووځي. مونږ که د شهباز شريف سره مذاکرات کوو نود هغه حکومت به ځي.
هغه ویلي، د ملک تر ټولو غټ جعلي انتخابات شوي خو چيف جسټس فايز عيسا د الېکشن کمېشن ستاينې کوي.