اقتصاد پوهان: د پاکستان د ونډو بازار په بره تلل، اقتصاد ښه کېدل سياسي ثبات ته اړتيا لري

Pakistan Stock Exchange

د پاکستان د ونډو بازار نن د شورو، چهارشنبې په ورځ په بره ختلی او د سر د 100 کمپنيانو کاروبار د 80,000 پواينټونو څخه بره تللی دی. اقتصاد پوهان وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه پاکستان ته د پور ترلاسه کېدو امکان زيات شوی، اسياسي پرمختيايي بېنک هم پاکستان ته د پور ورکولو ویلي، او د مرکزي بېنک لخوا شرحه سود دوه فيصده راکم شوی، ځکه د ونډو بازار په بره ختلی دی.

خو ورسره اقتصاد پوهان دا هم وايي، د ونډو بازار يوه ورځ، دوه بره ختل د اقتصاد دپاره مثبتې اشارې ورکوي، خو چې په مستقله توګه په بره نه خيژي يا په ځای نه پاتې کيږي د هغې ډېر ګټې مخې ته نه راځي او ولس ته یې نېغ په نېغه کومه فايده هم نه رسي.

د پاکستان د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه، نن د شورو په ورځ د ونډو بازار کې کاروباري پيل د 79,491 پواينټونو سره شوی، بيا په بره ختلی او د 1,050 پواينټونو پورې سېوا شوی خو بيا راکم شوی او د کاروباري ورځې په ختمېدو پکې 970 پواينټونه اضافه په ريکارډ پاتې شوي او کاروباري ورځ په 80،461 پواينټونو پای ته رسېدلې ده.

اقتصاد پوهان وايي، په 25م ستمبر د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف غونډه ټاکل شوې او ویل شوي د دغه غونډې په ايجنډا کې د پاکستان نوم شامل دی، او امکان دی چې آی اېم اېف پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام منظوري ورکړي.

د اقتصاد پوهانو په خبره، پاکستان کې په دې وروستيو کې د اقتصاد په اړه ښه خبرونه مخې ته را روان دي او په راتلونکې کې هم د بهرنيو هيوادونو د لوړ پوړو مشرانو پاکستان ته سفرونه ټاکل شوي، دا د اقتصاد او ونډو بازار دپاره مثبتې اشارې دي.

خو اقتصاد پوهان وايي دا هر څه د پاکستان د سياسي ثبات سره تړلي دي.

اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "پاکستان سټاک مارکيټ نور هم په بره تللی شي توان لري، خو د دې دپاره ضروري ده چې په راتلونکو ورځو کې پاکستان کې سیاسي ثبات په ځای پاتې شي، او د اېس آی اېف سي (د پانګونو خصوصي کونسل) د لارې چې دوست هيوادونو زمونږ سره کومې ژمنې کړي دي، که هغه په وخت پوره شي د پاکستان د ونډو په بازار یې مثبت اثرات کېدی شي".

اقتصاد پوه خبريال وکیل الرحمان وايي، د آی اېم اېف نه علاوه اسیاسي پرمختيايي بېنک هم پاکستان سره ژمنه کړې، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به پاکستان ته د کال په سر دوه، دوه اربه ډالره ورکړي.

د نوموړي په خبره، د سټېټ بېنک لخوا د سود شرحه کې د کمي د اعلان وروسته د پانګه والو اعتماد بحال شوی او د هغې د ونډو په بازار مثبتې اغېزې شوي دي.

خو د نوموړي په خبره، د د ونډو بازار يا سټاک اېکسچېنج په وقتي توګه بره ختلو سره نېغ په نېغه ولس ته ګټې نه رسي.

"د سټاک اېکسچېنج بره ختو مطلب دا دی چې دا د اقتصاد مثبتې اشارې دي، خو که مونږ وګورو د سټاک اېکسچېنج بره تلو د عام عوام سره څه تعلق نشته، د دې نه پانګه والو ته ګټه او تاوان رسي".

خو نوموړي زیاته کړه، د ونډو بازار که په مستقله توګه بره روان پاتې شي او اشارې یې تل مثبتې وي، په صنعتونو کې ورسره سرمايه سېوا کيږي، بهرني پانګه وال ملک ته راځي، د هغې سره روزګار او نورو کاروبارونه هم ښه کيږي، خو دا په هغې صورت کې چې د ونډو بازار د اوږد وخت دپاره په بره روان وي.

د پاکستان حکومت روان کال د جون په 12مه نېټه د نړیوالې مالياتي ادارې سره د 37 میاشتو دپاره د اووه اربو ډالرو د سټاف لېول تړون کړی وو.

خو بيا د پاکستان د پنجاب صوبې حکومت د بجلۍ په بلونو کې سبسډي يا مراعات اعلان کړل او د هغې له امله ويل شوي وو، چې د آي اېم اېف د پور پروګرام د ځنډ ښکار شوی وو.

خو وروسته بيا حکومتي وزیرانو ويلي، پنجاب حکومت هغه سبسډي بيرته اخستې، او د آی اېم اېف د شرطونو منلو ويل شوي دي.

پاکستان کې اقتصاد پوهان او خپله حکومت وايي، د آی اېم اېف څخه پورونه ترلاسه کول يا د دوست هيوادونو په پيسو د ملک اقتصاد نه شي ښه کېدی، دا په وقتي توګه ملک چلوي خو د تلپاتې ښه اقتصاد دپاره په ملکي کچه اقدامات کول او د اقتصاد دپاره کلک اصلاحات ضروري دي.