د روس مرستيال وزيراعظم د پاکستان دوه ورځنی سفر کړی

د روس مرستیال وزیراعظم د پاکستان دوه ورځنی سفر په داسې وخت کې کوي چې هم روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي وو.

څیړونکي وايي، د افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته د پاکستان د ملي امنيت دپاره مهمه ده چې روس سره اړیکې پياوړې کړي.

د روس مرستیال وزیراعظم الېکسي اوورچک په اسلام آباد کې د پاکستان مرستيال وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار سره ليدلي او له پاکستان سره يي د اقتصادي، ثقافتي او تجارتي اړيکو په زياتولو ټينګار کړی دی.

پاکستان ته د روس پلاوی دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان له سختو معاشي او امنيتي ستونزو سره مخ دی او روس هم د اوکراین شخړې له امله د نړیوالو بندیزونو او د نيوکو ښکار دی.

د نړیوالو چارو کار پوه تېمور خان وايي، "د دورې اصل مقصد خو تجارت، پياوړې رابطې او د انرجۍ په څانګه کې انفراسټرکچر جوړول دي. خو امريکي چې د پاکستان د بيلسټک ميزايل پروګرام په پُرزو چې بنديزونه ولګول او روس سره يي اوکراین په اړه اړيکې نورې هم کړکیچنې شوې نو په داسې کې د پاکستان او د روس رابطې ډير ارزښت لري".

په کال 2023م کې پخواني وزیراعظم عمران خان د روس سفر هغه وخت کړی وو چې روس په اوکراين يرغل کړی وو. د عمران خان په سفر نه يواځی پاکستان دنننه نيوکې شوې وې، بلکې امریکې پرې هم د ناخوښۍ څرګندونه کړې وه.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په پاکستان داسې تورونه هم لګي چې روس او اوکراين جنګ کې پاکستان په پټه په اوکراين د میلینونو ډالرو وسله خرڅه کړې وه خو تیر د پاکستان نګران حکومت داسې خبرونه په کلکه رد کړي وو.

څيړونکي وايي روس سره تعلقات پراخه کولو سره پاکستان او د امريکې تعلقات اغېزمن کيدې شي ځکه امريکا به چري هم نه غواړي چې په دې سيمه کې د روس اثر سېوا شي.

د نړیوالو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر منظور اپريدی وايي، "زما په اند د امریکا له افغانستان نه د وتلو وروسته يوه خلا جوړه شوې ده او په افغانستان کې روس هم کوشش کوي چې دا خلا ډکه کړي. ورسره د چين هم دا کوشش دی. نو د دغې پاليسۍ لاندي د پاکستان دا کوشش دی چې هغه د سيمه ييز هيوادونو چې پکي روس هم شامل دی ورسره خپل تعلقات ښه کړي".