څيړونکي: د طالبانو او پاکستان په يو بل تورونه او دعوې دوه مخې لوبه ده، بايد عملي اقدامات وکړي

د سياسي چارو څيړونکي وايي د افغان طالبانو په پاکستان کې د داعش خراسان مرکزونو دعوې او د اسلام اباد له خوا د ټي ټي پي په افغانستان کې موجودګۍ باندې اندېښنې په منطقه کې يوه دوه مخې لوبه په ډاګه کوي چې زيان يې د پولې دواړو خواو ته مېشتو ولسونو ته رسېږي.

دوی وايي په يو بل د تورونو لګولو په ځای باید دواړو هيوادونو واکمن د عملي ګامونو د لارې د ناامنۍ مخه ونيسي او په دې توګه د ترهګرۍ ځپلو خلکو اقتصاد وده وکړي او ژوند يې ښه شي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد دعوه کړې چې په کابل ترسره شوي بريد او په نورو حملو کې ککړ تنان يې نيولي چې په هغو کې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کي روزل شوي د داعش وسله وال شامل دي.

د سياسي چارو افغان څيړونکی اختر محمد راسخ ډيوه ته وايي د طالبانو او پاکستان ترمنځه يوه دوه مخې لوبه دوام لري چې په نتيجه کې يې د ځايي خلکو ژوند اغېزمن کيږي.

"طالبان د پاکستان دولتمدارانو سره دوه مخې لوبه کوي او د پاکستان استخبارات او جنرالان هم د طالبانو د پروګرامونو د مخته وړلو په درشل کې د نړۍ او طالبانو سره دوه مخې لوبه کوي نو د دغې دوه مخې استخباراتي لوبې تاثيرات دي چې سيمه ناامنه ده او د ناامنۍ د ادرسه دغه پښتانه د تباهۍ سره مخ دي".

ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د طالبانو د ځواکونو له خوا د ځپل کېدو وروسته د داعش خراسان پاتې مشران او غړي بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او د تربيت کېمپونه لري۔

هغه دعوه کړې دوی د افغانستان ترڅنګ په نورو هیوادونو کې له دې مرکزنو څخه بریدونه کوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علما او د مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نخښه کوي۔

د سياسي چارو څيړونکي وايي د ترهګرۍ ستونزه په دواړو هېوادونو کې شتون لري او په يو بل د تورونو لګولو پرځای د مخنيوي د پاره يې بايد کوټلي ګامونه واخيستل.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر عبدالشکور وايي، "د پولې دواړو اړخونو ته دې ټوله منطقه کې يو شان مسله ده، دا تور لګول چې د بارډر نه اخوا مسله ده نو دا داسې نړيوال بارډر نه دی چې په هغې د دواړو ملکونو يو داسې رټ دی لکه څنګه چې د هند سره دی، اوس په يو بل تورونه لګول زما په خيال د مسلې حل نه دی، د مسلې حل دا دی چې دواړه (فريقېن) کېښني او معنا خېز خبرې وکړي".

پاکستان هم تل دا دعوه کړې چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او تحريک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دې هېواد پرضد کاروي.

خو افغان طالبانو تل دغه تورونه رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلې ناکامۍ زمه واري په بل نه ور اچوي.

د سياسي چارو څېړونکي په افغانستان او پاکستان کې روانه ناامني يوه استخباراتي لوبه بولي.

اختر محمد راسخ وايي، "که چري واقعي استخباراتي کړۍ د پاکستان او طالبان سره وغواړي چې په دې سيمه کې امن راشي او د دغې دواړو ملکونو دپاره د ښه روابطو او تجاراتي روابطو زمنيه ښه شي نو دوی پر دې بريالي کېدای شي خو دوی هم دغه د دوه مخې لوبې د ادرسه دغه سيمه ناامنه کړې ده".

د ستمبر په دوېمه نېټه په کابل کې د ترسره شوي بريد چې زمه واري يې داعش خراسان منلې وه۔ په دغه بريد کې لږ تر لږه شپږ تنان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو.

داعش خرسان د افغانستان دايکنډي ولايت کې په شيعه مسلمانانو ترسره شوي بريد زمه واري هم په سر اخېستې وه چې پکې 14 تنانو ژوند د لاسه ورکړې وو.