کورمه کې فرقه ييزه نښتې دوام لري، بريد او ځوابي ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې فرقه يیزې شخړې داوم لري او په تازه پېښه کې د شیعه مسلک سره تړاو لرونکي دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي، د ځایي خلکو په ځوابي ډزو کې دوه برید کونکي هم وژل شوي دي.

‎ځايي پولیسو دغه پېښه تاييد کړې، وايي دا پېښه تیره ورځ د افغانستان پولې سره جوختې د برې کورمې په شنګک سیمه کې شوې چرته چې په موټرسایکل سورو وسله والو پر هغو کسانو ډزې وکړې چې په خپلو پټو کې په کرونده بوخت وو.

‎د دوی په وینا په دغه بريد کې دوه تنه، هدايت حسين او هاشم علي، پر ځاى وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

‎پولیس زیاتوي دوی ته ويل شوي، د پېښې وروسته، قبایلي لښکر چيغه کړې، حمله کوونکي یې ګېر کړي، په هغوی یې ډزې کړې او دوه حمله کوونکي يې وژلي دي.

په برید کې ژوبل او مړي کسان په فوري توګه د ضلعې مرکزي ښار پاړاچنار کې ضلعې روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون مشر اېم ایس ډاکټر سید میر حسین جان رسنيو ته ویلي چې دوه مړي او درې ټپيان روغتون ته راوړل شوي دي، او د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د سیمې یو مدني فعال عمران مقبل وویل، په کورمه کې په پټ مخ کسان راشي وژنې وکړي او بیا وتښتي خو وروسته بیا دغه وژنې فرقه ییزه بڼه خپله کړي او بیا ټوله ضلعه کې د شیعه او سني مسلک خلکو تر مینځ خونړی نښتې پیل شي.

هغه وویل حکومتي چارواکي د دغه خونړیو نښتو یوازې ننداره کوي او د مخنيوي د پاره کوم ګامونه نه پورته کوي.

‎د کورمې مرستيال کمشنر جاوید الله مسيد د دې پېښې د تاييد ترڅنګ ویلي د پېښې پلټنې روانې دي، چې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغه زياته کړه چې حکومتي ادارې په سیمه کې د امن راوستلو لپاره هڅې کوي.

‎يوه اوونۍ وړاندې د اکتوبر په 11مه په همدې سیمه کې يو بله د ډزو پېښه شوې، دوه کسان پکې ټپيان شوي وو. بیا وروسته په سیمه کې په یوه بله پېښه کې د مسافر وړونکو ګاډو په قافله شوي برید کې 15 کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي وو.

د سیمې یو ازاد خبریال عدنان حیدر وايي دې پېښې وروسته په لسګونو کسان د شک په بنیاد پولیسو نیولي چې زیاتره د سکولونو او کالجونو زدکونکي دي.

‎په تېرو څو میاشتو کې د کورمې په سیمه کې فرقه ییز تاوتریخوالی زیات شوی او په وار وار سره دا ډول خونړۍ پېښې کېږي. په دغو تاوتریخوالو کې سلګونه ځايي خلک وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

‎د ضلعي چارواکو په وینا، د دغو پېښو له امله د سیمې ټولې د تګ راتګ لارې بندې دي چې نورې ناوړه پېښې ونه شي. خو دا ګامونه د ځايي خلکو لپاره لا نورې ستونزې پيدا کړې دي.

‎په سیمه کې د تاجرانو د اتحادیې یو غړی اسلام علي وايي د لارو بندیز له امله په سیمه کې د خوړو او درملو کمښت جوړ شوی او د خلکو ستونزې سېوا کړې دي.

‎هغه وویل د افغانستان سره د خرلاچي سوداګریزه لاره هم تړل شوې ده، چې په نتیجه کې یې سوداګرو ته په کروړونو روپۍ تاوان رسېدلی دی.

‎د کورمې ضلعې مرستیال کمشنر جاوېد الله محسود ویلي، حکومت د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره بیړني ګامونه پورته کوي، چې په کې د ځايي قبایلي مشرانو جرګې په مرسته د حل لارو موندل هم شامل دي.

‎که څه هم د سيمې قبايلو او حکومت ترمنځ د مذاکراتو او جرګو هڅې روانې دي، خو بیا هم په سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی نه دی. ځايي مشران او جرګه وال وايي چې حکومت باید نور اغېزمن اقدامات وکړي، چې په سیمه کې تلپاتې امن ټينګ شي.

‎ځايي خلک وايي که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي، نو دا نښتې به ټولې سیمې ته پراخې شي او نور انساني او مالي زیانونه به واړوي.