بنو کې د سي ټي ډي پوليس يو چارواکی وژل شوی، ولسي پاڅون بيا د پرلت اعلان کړی

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د ترهګرۍ ضد یو پولیس افسر [سب انسپکټر] د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د بنو ولسي پاڅون بيا د پرلت اعلان کړی دی.

په بنو ضلع کې روانه اکتوبر میاشت کې په پولیسو دا درېم برید دی چې پکې شپږ پولیس اهلکار وژل شوي دي.

د بنو پولیس تازه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، دا پېښه دا پېښه د ککي پولیسو تاڼې په حدودو کې د ماسخوتن له لمانځه وروسته شوې، ناڅرګنده وسله والو د پولیس په یو چارواکي ډزې وکړې او نوموړی په ځای وژل شوی.

د ککي پولیس تاڼې چارواکي وايي د وژل شوي پولیس اهلکار پېژندګلو د سب انسپکټر شیرعلي په نوم شوې ده.

د دوي په وینا برید کونکي په موټرسایکل راغلي او په ناربستان سیمه کې یې شیرعلي هغه وخت په نښه کړ کله چې نوموړی له خپل کوره د جماعت لمونځ لپاره وتلی وو.

پولیس وايي چې په دې پېښه کې د وژل شوي پولیس اهلکار ورور، رحیم، او یو لاروی هم ټپیان شوي دي. دواړه ټپیان سمدستي روغتون ته انتقال شوي دي، او يولیسو دې پېښې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې دمه د دې برید زمه واري کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. او پولیسو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې د اکتوبر په 15مه بنو کې پر پولیس لاین هم یو لوی برید شوی وو. په هغه برید کې څلور پولیس اهلکار وژل شوي وو، او پولیسو ادعا کړې وه چې په دې برید کې یې پینځه برید کونکي هم وژلي دي. د دغه برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلی ,,.

په وروستیو میاشتو کې په بنو او نورو قبایلي سیمو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو پر پرضد بریدونه زیات شوي دي. ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې زیاتره د دغو بریدونو مسوولیت مني،

په بنو کې دا پېښې په داسې حال شوې چې ولس کڅه یوې اونۍ نه روان ولسي احتجاجي پرلت وروسته له هغې ځنډول شوی چې د جولایې په 25مه د صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډپور د ولسي پاڅو ټوله غوښتنې منلې چې پکې بنو سیمه د هر قسمه وسله والو ډلو څخه پاکول شامل وو

د بنو ولسي پاڅون غړي وايي د دوی په یوه غوښتنه عمل نه دی شوی او سحر بیا احتجاجي پرلت پیل کوي.