د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټېبلري، ایف سي ځواک په یوه پوسته نامالومو وسله والو برید کړی، لږ تر لږه لس ایف سي اهلکار یې وژلي او دوه نور سخت ژوبل کړي دي. امنیتي سرچینې وایي دا برید پخوانۍ قبايلي سیمې درازنده کې په زام نومې ایف سي پوسته شوی دی.
دا سیمه د درازنده ښار څخه لس کلومټره لرې په ختیځ کې، د ډېره اسماعیل خان لوري ته په مرکزي سړک موقعیت لري او د پوځ له امن میلی پوستې څخه درې کلومټره لرې پرته ده.
تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې او ويلي یې دي، دا یې د خپل مشر قرېشي او ملګرو بدل اخستی دی.
پرون د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله باجوړ ضلعه کې د تحریک طالبان پاکستان د يو کمانډر سيد محمد عرف قرېشي استاز، دوه ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون د نهه وسله والو وژلو دعوه کړې وه.
د ډېره اسماعيل خان د ځايي پولیسو په وینا، درازنده کې وسله والو برید د ماښام نه وروسته د شپې په تیاره کې کړی، ځکه امنیتي ځواکونو ته د ناڅاپي برید له امله سخت زيان اوښتی دی.
د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې برید کې لس د ایف سي ځواک اهلکار وژل شوي او دوه ژوبل دي. ژوبل شوي عسکر په فوري ډول درازنده سیمه کې روغتون ته وړل شوي دي، او د هغوی حالت د اندېښنې وړ یاد کړل شوی دی.
یو لوړپوړی امنیتي چارواکی، چې د خپل نوم ښکاره کولو نه یې ډډه وکړه، وویل د برید وروسته نور امنیتي عسکر سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او وسله وال برید په شا تمبول شوی دی.
هغه وویل تر برید وروسته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او سیمه کې د لټون عملیات روان دي.
صوبایي او مرکزي حکومتونه چې د پاکستان پوځي اهلکارو په ژونه ژوره اندېښنه لري او د خفګان بیانونه جاري کوي تر اوسه په رسمي توګه د درابڼ د برید په اړه څه نه دي ویلي ، خو امنیتي ځواکونه په سیمه کې د نورو بریدونو مخنیوي لپاره چمتو شوي دي.
درازنده د ډېره اسماعیل خان ښار څخه نزدې 70 کلومټره په جنوب لوېدیځ کې موقعیت لري او د بلوچستان صوبې ږوب او جنوبي وزیرستان سره پولې لري. د دې ترڅنګ، د شمال ختیځ لور ته کلاچي او درابڼ تحصیلونه دي، یرته چې له دې وړاندې هم د وسله والو بریدونو پېښې په دوامداره توګه شوي دي.
تېر کال د دسمبر په 12مه، په درابڼ سیمه کې په یو پوځي مرکز ځانمرګي برید کې 23 اهلکار وژل شوي وو.
د دغه بريد زمه واري د وسله والو یوې ناپېژندلې ډلې "جهاد پاکستان"منلې وه.
SEE ALSO:
په پښتونخوا کې په ځانمرګي بريد او نښتو کې 25 پاکستاني پوځيان وژل شويد دغه بريد دوه ورځې وروسته پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې په 12م دسمبر ډېره اسماعیل خان کې په پوځي پوسته بريد کې ککړو کسانو پرضد کلک اقدام وکړي.
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو د پاکستان د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو شوی برید په افغانستان پورې هیڅ تړاو نه لري.
پاکستان د دغه برید وروسته په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ته سخت احتجاج کړی او بیا یې ټینګار کړی وو چې د افغانستان په خاوره مېشت د ټي ټي پي مشران باید ونیسي او اسلام اباد ته یې وسپاري.
SEE ALSO:
ممتاز زهرا بلوڅ: افغانستان بايد د ډېره اسماعيل خان په بريد کې د ککړو پرضد کلک اقدام وکړياو د افغانستان د ملي ټيليويژن او یو شمېر نورو بیلابیلو رسنیو ترمخه ذبیح الله مجاهد ویلي وو په پاکستان کې دننه د هرې امنیتي پېښې پړه باید په دومره اسانۍ په افغانستان ور وا نه چول شي.
او سږ کال بیا د فرورۍ په درېمه، په درابڼ کې په یو پولیس سټیشن برید شوی لس پوليس اهلکار پکې وژل شوي، او تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه، د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
SEE ALSO:
ډېره اسماعیل خان: په پولیس تاڼه برید کې لږ تر لږه لس پوليس اهلکار وژل شويد پاکستان پوځ دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامنۍ او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
په دې خبر کې څه معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شريک کړي