خېبر: تيرا کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښخته شوې او دواړو خواو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي دي.

د تيرا ځايي اوسېدونکي وايي د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ملک دين خېل په باغ مرکز کې په يو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې شوي، او دا ډزې د نومبر د 17مې نېټې ماسپښین دوو بجو نه تر شپې ناوخته پورې روانې وې.

ځايي اوسېدونکي وايي نښته هغه وخت پيل شوه چې کله وسله والو په باغ مرکز کې د پوځيانو په کېمپونو ټولو اړخونو نه بريد وکړو.

تراوسه پورې د پاکستان پوځ په رسمي توګه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي خو ځايي سرچينې دعوه کوي اته وسله وال چې په کې د لشکراسلام يو مهم کمانډر شامل وو وژل شوي او پينځه نور يې ژوبل کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان وياند ھم د امنیتي ځواکونو د سرتېرو وژلو دعوہ کړې دہ.

د خېبر تېرا باغ مرکز ځايي اوسېدونکي وايي په باغ مرکز بازار کې په يو جومات د مارټر ګولې راغورځېدو د لاسه درې لمونځ کونکي ژوبل شوي او دې ترڅنګ په يوه بله مارټر ګوله په بازار کې غورځېدلې، اووه دوکانونه یې سوځېدلي دي .

د خېبر باړه سياسي اتحاد مشر شيرين خان اپريدي وي او اې ډيوه ته ويلي د خېبرپښتونخو وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره يې تېره ورځ ناسته کړې او په تېرا کې د ناامنۍ د پېښو په اړه يې خبرې کړي دي.

هغه وايي وزيراعلا ته يې ویلي، 200 نه تر 300 پورې وسله وال تېرا ته رادننه شوي او هلته يې د خلکو ژوند ناقراره کړی او رياست عملداري يې چېلنج کړې ده.

شيرين وايي د وزيراعلا د ځواب څخه نه دي مطمين شوي، چې د انتظامي چارو د مشر په حېث څه پلان لري او څومره وخت پورې به دغه پېښې په تېرا کې روانې وي.

نوموړی وايي د حکومت له خوا ورته تکړه ځواب ورنه کړی شو چې د ترهګرۍ د پېښو مخه به څنګه نيسي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل سياسي ګوندونه به په تيرا کې امنيت وضعې په اړه يو ځل بيا د يوې لويې جرګې تابيه کوي او دې سره به د احتجاجونو لړۍ هم پېلوي.

خېبر کې د پښتونخوا د نورو سيمو په شمول وخت په وخت وسله والو له خوا پوځ، پوليس او عام وګړي په نخښه کېږي او وخت سره سم د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالی ليدل کېږي.