عبدالصمد خان اڅکزی په بلوچستان کې د صحافت بابا او د برصغیر د ازادۍ د مبارز په څېر پېژندل کېږي

عبدالصمد خان اڅکزی په جولايي 1907 کې د قلعه عبدالله ضلعې عنايت الله کاريز کلي کې د وتلي عالم نورمحمد خان په کور کې زېږېدلی و. لومړۍ زدکړې يې په خپل کلي کې تر سره کړې خو په دېارلس کلنۍ کې يې د هغه وخت د فرنګي حکومت پر ضد یې د سياست په مېدان کې قدم کښېښودو

عبدالصمد خان اڅکزی د برصغير د ازادۍ سياسي مبارز او په بلوچستان کې د "بابايې صحافت" په حېث پېژندل کېږي. هر کال د ډيسمبر پر دويمه نېټه د عبدالصمد خان اڅکزي تلين لمانځل کېږي. سږ کال د هغه 50م تلين دی.

عبدالصمد خان اڅکزی دېرش کلن و چې په 1938 کې يې په پښتو او اردو ژبو کې د هغه وخت د برطانوي راج دلاندې د بلوچستان وړمبۍ ورځپاڼه استقلال له کوټې څخه پېل کړه. هم په هغه وخت کې يې د اخبار چاپولو جديد مشين يا پرېنټېنګ پريس ولګول و چې تر دې وړاندې په صوبه کې نه و.

د بلوچستان پوهنتون د جرنلزم یا د صحافت د څانګې استاد عبدالخليل د پرنټېنګ پرېس لګولو دپاره د عبدالصمدخان د کوښښونو په اړه څه داسې وايي" دی( عبدالصمد خان) چندې کوي، پر هغه باندې لس زره خرچه لګېږي، اونيم زره روپۍ دی په چنده جمع کوي، دوه نيم زره روپۍ کمې دي د هغه د پوره کولو لپاره د خپل کور او بچيانومځکه خرڅوي او بيا دی پرنټنګ پريس دلته راوړي."

پرېنټېنګ پرېس بالاخېر و لګېدو خو بیا بله مسله وه چې په اړه یې عبدالخیل وايي "پدې څوک نه پوهېږي چې (پرېس) څنګه وچلوي، بيا له پنجاب او سيند صوبې څخه پوه په زياته تنخواه خلک راوړي، خو هغه هم کار ونه کړي او بيا دی خپله پرنټنګ پريس زده کوي، او بيا يې د دې ځای و خلکو ته ور زده کوي، دا هر څه دی په خپل يوه سر کوي، نو ځکه هغه ته صحافت پلار ويل کېږي۔"

په 1947م کال کې د هندوستان له تقسيمېدو او د پاکستان له جوړيدو درې کاله پس په 1950م کې د پاکستان حکومت په استقلال اخبار پابندي لګوله.

لیکوالان وايي‌ په استقلال لدې بنديز پس عبدالصمدخان اڅکزي د اردو ژبې اووه ورځنۍ مجله " پېغام جديد" او د پښتو ژبې مجله "پښتو" چاپول پېل کړل خو يو کال وروسته د پاکستانحکومت پر هغې هم پابندې ولګوله. لدې وروسته اڅکزي د "ګلستان" نومې پښتو مجلې له لارې خپله سياسي او صحافتي مبارزه مخ پر وړاندې د بوتلو کوښښونه وکړل.

په کوټه کې مېشته خبریال شهزاده ذولفقار د عبدالصمد خان اڅکزي په صحافت کې د خدماتو په اړه وايي "هغه وخت چې ټوله سياست وال وو هغوی د يو مقصد لپاره صحافت کاوی، د انګرېز قانون، د انګرېز حکومت او رجيم پر ضد، خان صمد خان، نواب يوسف عزيز مګسي صحافت د يو مقصد او خپل قوم لپاره کاوی، ولې چې هغه وخت اجازت نه وو، دا خلکو صحافت کولو، سياست يې کاوی او د قوم استازيتوب يې کاوی۔"

عبدالصمد خان اڅکزی په جولايي 1907 کې د قلعه عبدالله ضلعې عنايت الله کاريز کلي کې د وتلي عالم نورمحمد خان په کور کې زېږېدلی و. لومړۍ زدکړې يې په خپل کلي کې تر سره کړې خو په دېارلس کلنۍ کې يې د هغه وخت د فرنګي حکومت پر ضد یې د سياست په مېدان کې قدم کښېښودو.

د عبدالصمد خان اڅکزی د سیاسي هلو ځلو به اړه خبریال سيد علي شاه وايي " خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی ډېر وتلی سياستوال و، نه يوازي د کوټې، د دې سيمې بلکه د برصغير پاک و هند کې د هغه نوم وو، يو سياسي جدوجهد وو، د ژوند لويه برخه، دېرش يا دري دېرش کاله عمر يې په قيد و بند کې تېر کړ، د انګرېز په وخت کې بيا چې پاکستان جوړ شو بيا هم له قيد و بند سره مخامخ وو، نو يقينا خان شهيد يواځې د جمهوريت لپاره نه، د سياست لپاره نه، د دې خطې د خلکو د حقوقو لپاره نه، بلکه د استقلال اخبار په واسطه اڅکزي د ازادي د اظهار لپاره ډېر کار کړی دی، زه به ووايم چې هغه يو فرد نه وو هغه يو اداره وه۔"

د تاريخ او د سياست پوهان وايي عبدالصمد خان اڅکزي د پښتو عربۍ او د فارسۍ تر څنګ په شاوخوا اته ژبو کې ليک لوست کړی او د خپل ژوند ليک، زما ژوند، پښتو ژبه او ليک دود تر څنګ د کتاب ترجمان القرآن، سیرت پاک، کیمیای سعادت، 'گلستان' او 'فیوچر آف فریڈم' په پشتو او اردو ژبو کې ژباړې کړې دي۔

عبدالصمد خان اڅکزي د کال 1973م دسمبر پر دويمه په کوټه ښار کې پر جمال الدافغاني روډ په خپل کور کې له شپې په بمي چاودنه کې په مرموز ډول ووژل شو. دغه سړک اوس د خان شهيد عبدالصمد خان په نامه يادېږي۔