فعالان: د طالب مشرانو لوڼه بهر ملکونو کې سکولونه ته ځي خو په افغانستان کې یې د جینکو په تعلیم بندیزونه لګولي

سهېل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د طالبانو ترجمان سهېل شاهين په یوه ټېلې وژن مرکه کې ویلي لوڼه یې په قطر کې سکول ته ځي چې په اړه یې د بشري حقونو افغان فعالان وايي د طالب مشرانو لوڼه په نورو ملکونو کې تعليم ترلاسه کوي خو د هېواد دننه یې د جينکو په تعلیم پابندۍ لګولي دي.

د خبریال پییرز مورګن سره په ټېلې وژن مرکه کې چې ځینې برخې یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر شریکې شوي دي، ښاغلی شاهین وايي چې دوه لوڼه یې په قطر کې سکول ته ځي.

په دغه مرکه کې سهېل شاهین وايي لوڼه یې د حجاب پابندي کوي نو ځکه سکول ته تللی شي. د هغه په خبره طالبانو جینکۍ د تعلیم نه دي منع کړي خو جینکۍ باید د حجاب پابندي وکړي.

د سهېل شاهین د بيان په حقله د افغان مېرمنو د حقونو فعاله فرح ناز الکوزۍ وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې هم د جينکو يونيفارم يا جامې د اسلامي شرعيت او افغان کلتور سره سمې دي خو طالبان غواړي چې د افغان مېرمنو په تعليم بندېز د خپل مشروعيت ترلاسه کولو لپاره وکاروي۔

د سهېل شاهين مخاطب کولو پر مهال اغلي الکوزۍ وويل: " سهېل شاهين صېب که ستا لوړنه په قطر کې زده کړې کولې شي يا د طالبانو بل کوم مشر لوريانې په بل وطن کې زده کړې کوي نو زما د وطن پېغلې ولې په افغانستان کې د زده کړو حق نه لري؟ دوي دې کوم داسې تصوير يا ويډيو د ثبوت په شکل کې ماته وړاندې کړي چې په افغانستان کې دغه جينۍ بې پردې ښوونځي ته تللې ده"

هغې زياته کړه که چېرې د افغانستان د جونو لپاره ښوونځي وتړل شي او هم داسې پاتې شي نو زه باوري يم چې په رسميت پېژندنه کې به دوی ته پرمختګ هم رانشي او د ټولنې پوره برخه به زيان منه شي۔

طالبانو تېر کال د ستمبر میاشتې پر 17مه د هلکانو سکولونه پرانیستي خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل او هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو او وويل چې د دې لپاره شرعي تګلاره جوړولی شي، خو دغه سکولونه تراوسه پورې نه دي خلاص کړل شوي۔

د افغانستان يو ټولنيز فعال او خبريال نقيب احمد اتل وي او ای ډيوه ته وايي کله راهسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي نو په مېرمنو او جينکو محدوديتونه ورځ تربلې سېوا کېږي۔

نوموړي زياته کړه: " دا افراطي افکار دي او د ځور او جبر حکومت دی چې د خپلو لوڼو لپاره يې په پاکستان، عرب ملکونو او نورو هېوادونو کې د زده کړو زمينه برابره کړېده او د افغان جينکو لپاره يې د مکتبونو دروازې بندې کړي دي"

هغه وايي د طالبانو د مجوده حکومت که دغه تګلارې داسې راونې وي نو دا حکومت ډېر دوام نه شي کولې او زر به د ولس لاس او د دوی ګريوان وي۔

په افغانستان کې د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي د سهيل شاهين او نورو طالب مشرانو د لوړونو په نورونو هېوادونو کې د تعليم په حقله د څه وېلو پرته ډيوه ته وويل چې اسلامي امارت د جينکو د تعليم خلاف نه دی او دوی د تعليم وزارت لخوا جاري شوې اعلاميه باندې اکتفی کوي۔

نوموړي دا هم وويل چې د افرادو او اشخاصو په اړه خو سړی څه نشي ويلې ولې د تعليم په برخه کې اسلامي امارت هيڅ کوم مخالفت نه لري، ټول افراد، جينکۍ او ماشومان چې لوړو زده کړو ته لاس رسې لري نو هغوي ازاد دي او کوم مشکل ورته نشته۔

د طالبانو لخوا د منځنۍ درجې د جينکو سکولونو تړلو پرېکړه په نړیواله کچه غندل کېږي او نړيواله ټولنه ترې غوښتنه کوي چې د جينکو دپاره دې سکولونه پرانيزي۔

د تېرکال د اګست په 15مه طالبانو د کابل واک ترلاسه کړې خو د نړۍ کوم يو هېواد د دوی حکومت له تردې دمه په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔