د افغانستان او پاکستان ځايي مشرانو په تورخم د سفري اسانتیاو غوښتنه وکړه 

د افغانستان ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ولس والیو د قامي مشرانو ۵۱ کسیزه ډله د خالی، شنبې، په ورځ د خیبر ضلع لنډیکوتل تحصیل ته په دې غرض راغلي وه

د افغانستان د ننګرهار ولایت او د پاکستان د خېبر ضلعې قامي، سیاسي او مذهبي مشرانو په یوه جرګه کې غوښتنه وکړه چې د پولې سره نژدې پرتو قومون دپاره دې د دواړو ملکونو ترمنځ سفر دپاره دې د ویزۍ شرط ختم او په سفر کې موجوده مشکلات حل کړی شي.

د جرګې برخه وال په دې هم موافقه شول چې د تورخم په پوله د مشکلاتو حل لټولو او په دغه لړ کې د دواړو هیوادونو لوړ رتبه چارواکو سره د خبرو اترو یوه لړۍ پیل کولو په غرص به د ننګرهار اؤ خیبر د مشرانو یوه شریکه کمیټی جوړولی شي چې زر به په تورخم د سفري اسانتیاو ترڅنګ د پاکستان اؤ افغانستان سیاسی, اقتصادی, کلتوري اؤ ټولنیزې اړیکې نورې ټینګه ولو د پاره به هم هلې ځلې پیل کړي.

د افغانستان ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ولس والیو د قامي مشرانو ۵۱ کسیزه ډله د خالی، شنبې، په ورځ د تورخم د لیارې د خیبر ضلع لنډیکوتل تحصیل ته په دې غرض راغله چې دغلته د ځايي قامي, سیاسی اؤ مذهبی مشرانو په مشاورت اؤ مرسته په تورخم د پولې سره نژدې قامونو کسانو د پاره سفري اسانتیاوې راولي.

په دې لړ کې د اتوار، یکشبنې،. په ورځ په لنډیکوتل کي د مرحوم حاجی ګلاب خان شینواری په حجره کي یوه جرګه وشوه چې پکې د ننګرهار د جرګې غړو په شمول ځايي قامي, سیاسی اؤ مذهبي مشرانو ګډون وکړو.

جرګې ته په خپلې وینا کي د ننګرهار د هئيت مشر لعل آغا کاکړ وویل چې اوس نور دوئ نه شی زغملی چې د تورخم په پوله دې افغان تور سري, ماشومان اؤ سپېن ږیزي بې ځایه وځورول شي.

لعل آغا کاکړ وړاندیز ورکړو چې د تورخم د لیارې تګ راتګ د پاره دې په دوی د ویزو شرط ختم کړی شي او د پولې دواړو غاړو ته میشت قامونو له دې په تزکېره اؤ شناختي کارډ د پولې دواړه اړخونو ته تلو راتلو اجازت ورکړی شي.

د ننګرهار د جرګې یو بل غړي حاجي اختر محمد شینواری جرګې ته وویل چې هغوئ د ننګرهار د ټولو قامونو په استازیتوب خېبر ته په دې غرض راغلي چې ځايي مشران دوی سره د دوی مشکل حل کولو د پاره د زړه نه قدم پورته کړي اؤ همکاری ورسره وکړي.

په جرګه کي دا خبره هم په ګوته کړئ شوه چې د دواړو ګاونډي هیوادونو تر منځه سیاسی اختلافونو له وجې دوه اړخیزه تجارت هم ډیر اغیزمن شوی اؤ اوس زیات تره دغه تجارت د ایران چاه بهار بندر ته منتقل شوی د کومې له وجې چې د زرګونو په شمیره کي ځايي ځوانان بې روزګاره شوي.