رپورټ: افغان صدر به د نوو صدارتي انتخاباتو تجویز پېش کوي

  • ایاز گل

زلمی خلیلزاد او د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر

د افغانستان صدر اشرف غني به په اینده شپږو میاشتو کې د نوو صدارتي انتخاباتو وړاندیز کوي چې په هېواد کې د امن دپاره به د هغه د تجویزونو برخه وي ځکه چې هغه د امریکې ورستي تجاویز ردوي، دا خبره رویټرز خبري ادارې د افغان چارواکو له قوله کړې ده.

رویټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي چې په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د موقتی حکومت وړاندیز کړی چې د انتخاباتو او د نوي اساسي قانون د جوړېدو سرپرستي وکړي خو اشرف غني غیر منتخب حکومت ته د اقتدار د انتقالولو مخالفت کړی دی.

یو افغان چارواکي رویټرز خبري ادارې ته د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل صدر اشرف غني به په خپل متبادل تجویز کې چې د استنبول په غونډه کې به یې پېش کوي د صدارتي انتخاباتو وړاندیز کوي خو په دې صورت چې طالبان ډزبندې ته تیار شي.

یو بل افغان چارواکي هم وویل چې افغان صدر به په غېر جمهوري طریقه د حکومت جوړېدو ته راضي نشي رویټرز وايي د صدر اشرف غني په تجوزیر کې د وخت نه وړاندې د صدارتي انتخاب کېدل شامل دي خو نېټه پکې نه ده ټاکل شوي.

دغه چارواکي وویل افغان صدر خپل تجویز د زلمي خلیلزاد سره شریک کړی دی د رویټرز ترمخه افغان مامورین وايي چې د اشرف غني په تجویز کې دا خبره شامله ده چې ملګري ملتونه به د مجوزه انتخاباتو څارنه کوي چې دا ډول ټاکنې د ټولو ډلو دپاره د منلو وړ وي. رویټرز وايي ارګ په دې اړه د دریځ شریکولو نه ډډه کړې ده.

د رپورټ ترمخه طالبان تر اوسه ډزبندۍ ته غاړه نه ده اېښودي او ویلي یې دي چې نیغ په نېغه به په موقتي حکومت کې شرکت نه کوي. رویټرز وايي اشرف غني د تېر کال د مارچ په میاشت کې د لانجمنو انتخاباتو وروسته د صدارت دویمې پنځه کلنې دورې سوګند پورته کړو.

تېر کال د امریکې او طالبانو د لوظنامې ترمخه امریکې ژمنه کړې چې د سږ کال د می د میاشت د لومړۍ نېټې پورې به د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي. خو تېره هفته د امریکې صدر جوبایډن د امریکې ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل د دغه نېټې پورې د افغانستان نه د ځواکونو انخلا به ګرانه وي.

بلخوا د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن چې دا مهال په برسلز کې د نېټو اتحادیانو سره د افغانستان او په یو شمېر نورو موضوعاتو صلاح مشوره کوي، د نهې، سه شنبې، په ورځ یې وویل چې امریکا د افغانستان په اړه صورتحال ته بیا کتنه کوي. هغه د نېټو مامورینو ته ډاډ ورکړو چې که امریکا څه فېصله هم وکړه نو د نېټو سره به یې شریکوي. هغه وویل امریکا او نېټو په یو ځای افغانستان ته تللي او په یو ځای به ستنېږي.

د اېنتني بلنېکن د خبرو په اړه د طالبان ترجمان ذبیح الله مجاهد وي او ای ته ویلي طالبان امید کوي چې امریکا به د لوظنامې احترام وکړي او د می د لومړۍ نېټې پورې به دافغانستان نه خپل ځواکونه وباسي.

هغه وویل که چېرې امریکایان د معاهدې سره سم خپل مسولیت پوره نکړي نو طالبان به د هغه په قول د قام د دفاع او خارجي ځواکونه په وتلو مجبورولو دپاره نورې لارې چارې ګوري