څېړونکي: په افغانستان کې ورستۍ نښتې د ترکي په خبرو د اغیز د کوښښونو برخه ده

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو د تېرو 24 ساعتونو په موده کې د هېواد په لسو ولایتونو کې 104 طالبان وژلي دي او 68 نور ټپیان دی

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو د تېرو 24 ساعتونو په موده کې د هېواد په لسو ولایتونو کې 104 طالبان وژلي دي او 68 نور ټپیان دی.

سیاسي څېرې بیا پر دې باور دي، چې د ترکیې تر غونډې مخکې په افغانستان کې اوسني بریدونه د سولې روانې هڅې ټکنې کوي او پایلې یې د ترکیې پر غونډه مستقیم اغېز کولی شي.

شنونکي وایي دواړه لوري په دې تمرکز کوي چې ډیرې سیمې په خپل اختیار کې ونیسي. د عملیاتو کچه زیاته وښایي چې وکولي شي هغه بدلونونه چې راځي نړیوالو ته دا وښایي چې دوی ګټونکي د جګړې دي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو د تېرو 24 ساعتونو په موده کې د هېواد په لسو ولایتونو کې 104 طالبان وژلي دي او 68 نور ټپیان دی.

د ملي دفاع وزارت مسولین وایي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې دغه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي.همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې د دوی له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر سیمو پیل شوي عملیات دوام لري او تر دا مهاله د یادې ډلې له شتون څخه ګڼ شمېر سیمې پاکې کړې دي.

د وزارت مرستیال ویاند فواد امان ډیوه سره خبرو کې ویلي چې ۱۶۸ کړۍ ماینونه چې طالبانو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.

امان په دې اړه وایي "دغه طالبان دهېواد غزني، زابل، هرات، فرا، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند، بدخشان او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي."

د ملي دفاع وزارت دغو څرګندونو او وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دغې ډلې تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو وروسته له هغه چې د مسکو او ترکیې د غونډو له جوړېدلو راپورونه خپاره شول، په افغانستان کې د سولې لپاره تازه هیلې پيدا شوې. دا ګنګوسې ډېرې شوې چې ګواکي دغه کنفرانسونه به د دوحې په ټپه ولاړو مذاکراتو کې تحرک رامنځ ته کړي. د مسکو غونډه کې ټولو لورو په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او اوس ورو ورو د استانبول د غونډې نېټه هم نږدې کېږي.

خو د سولې یادو هڅو سره تاوتریخوالی هم لا همغسې روان دی.

د سیاسي چارو شنونکی هدایت الله پکتین په دې باور دي، چې د ترکیې تر غونډې مخکې په افغانستان کې اوسني بریدونه د سولې روانې هڅې ټکنې کوي او پایلې یې د ترکیې پر غونډه مستقیم اغېز کولی شي.

هغه وایي دواړه لوری په دې تمرکز کوی چې ډیرې سیمې په خپل اختیار کې ونیسي. د عملیاتو کچه زیاته وښایي تر څو وکولي شي هغه بدلونونه چې راځي نړیوالو ته دا وښایي چې دوی ګټونکي د جګړې دي.

پکتین زیاتوي" تاوتریخوالی زیات شوی دی د سولې پروسې په تړاو دواړه لوري هڅه کوي چې د جګړې په بدل کې ځانونه بریالي وښایي."

د ترکیې ناستې پر وړاندې، تر ټولو مهم خنډ دا دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه نه ده هواره شوې، تاوتریخوالی لا هم روان دی.

لاهم معلومه نه ده چې د ترکیې استانبول ناسته به په ټاکلي وخت وشي که نه، خو هغه څه چې ښکاره ده، هغه دا ده چې حتمن به افغان حکومت طالبان او نورې سیاسي ډلې په ناسته کې هوکړې ته رسېږي.

خو د افغان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا او سیاستوالو ترمنځ ناسته ته د سولې د یوې واحدې طرحې په اړه د نظر اختلاف شته.

عام خلک وایي په کور دننه باید د طرحې په اړه ټول سره یوه خوله شي.