افغان حکومت: تېره یوه شپه و ورځ کې په سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړه تېزه شوې او د دفاع وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه و ورځ کې یې ۲۴۴ طالبان وژلي او ۱۴۱ نور یې زخمیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت وایي چې دغه طالبان امنیتي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې د هېواد، لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

بل اړخ ته د افغانستان داخله وزارت ویلي چې افغان ځواکونو ۱۴ ولسوالۍ بېرته د طالبانو له قبضې آزادې کړي دي. طالبانو د دې خبرو په وړاندې څه غبرګون ندی ښودلی خو دعوه یې کړې چې په تېره یوه شپه ورځ کې بیا هم یو شمير ولسوالۍ نیولي دي. هغو ویلي چې د هلمند ناوه ولسوالۍ، د کندهار میا نشین او نېش ولسوالۍ، او د بدخشان ولایت څو ولسوالۍ یې هم نیولي دي. طالبانو دا هم ویلي چې د روانو جګړو په مهال د هغوی وسله والو بیلابیلو ولایتونو کې وسلې او مهمات قبضه کړي دي.

بل پلو د داخله وزارت ویاند، طارق آرین ډیوه سره خبرو کې وویل: "طالبان د ولسوالیو سقوط په برخه کې زیات تبلیغ کوي سقوط د یوې پوستې د سقوط په معنا دی، د یوې ولسوالۍ د جغرافیې د سقوط په معنا نه دی، د دې سره سره موږ له ۱۰ څخه تر ۱۴ ولسوالیو له مرکزونو څخه طالبان ایستلي دي. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان په ټولو نقطو کې حضور لري خو طالبان بیا موقتي حضور لري."

ښاغلي آرین ټینګار وکړ چې په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر ولسوالیو مرکزونه له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقال شوي دي.

په هرات او فراه ولایتونو کې هم د تشدد د پېښو خبرونه مخې ته راغلي دي. د هرات ځایي چارواکو ویلي چې په چشت ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه په امنیتي پوستو برید کړی، یوولس عسکر یې وژلي او پنځه تنه نور یې زخمیان کړي دي.

د داخله وزارت چارواکي وایي چې په فراه کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د تنظیم رئيس مولوي مخلص د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سیمه کې وژل شوی دی.

یو شمیر سیاسي څیړونکي روانه جګړه اندیښمنوونکې بولي او زیاتوي، تر څو چې د سولې خبرې یوې مثبتې نتیجې ته نه وي رسیدلي او د طالبانو په دریځ کې بدلون نه وي راغلی تر هغو به جګړه دوام وکړي.

شنونکي وایي چې طالبان له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په پلمه جنګېدل، خو له بده مرغه طالبان د دې پرځای چې جګړه او تاوتریخوالی را کم کړي، بلکې جګړه یې لا تُنده کړې ده.

د افغان سولې پروسې باندې نظر ساتونکی څیړونکی محمد رسول یار وایي طالبانو په خپلو اظهاراتو کې همیشه ویلي دي چې دوی تر هغو جګړه کوی چې د امریکا په شمول د ناټو ټول ځواکونه له افغانستان نه ووځي .

که څه هم طالبانو له بګرام هوايي ډګره د بهرنیو سرتیرو د وتلو هرکلی کړی دی او هغه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو ګام بللی خو لا یې هم جګړو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې بیا د سولې لپاره پیل شوې هڅې هغه ډول چې اړینه ده پایله نه لري او تر خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د نږدې لس میاشتو خبرو وروسته، لاهم په افغانستان کې د جګړې په کمېدو یا اوربند هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې خبرې د پام وړ پرمختګ نه لري خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي. هغه له سي ان ان سره په خبرو کې منلې چې طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي خو په وینا یې دغه ډله دومره پیاوړې نه ده چې حکومت سقوط کړي.