اېمنېسټي انټرنېشنل: طالبان دې د انساني حقونو نړیوال معیارونه عملي کړي

اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي په جبري توګه د ښځو بې درکه کول او د خبريالانو او د مدني ټولنې فعالانو نيول د هغو تنانو د خاموشه کولو لپاره د طالبانو نوي تخنيکونه دي چې د دوی خلاف اواز پورته کوي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د مارچ په يويشتمه په یو رپورټ کې د افغان طالبانو څخه غوښتي چې د خبريالانو، د ټولنيزو فعالانو او د پخوانيو حکومتي چارواکو په جبري توګه نېول دی بند کړي او د بشري حقونو نړيوال معيارونه دې ځای په ځای کړي.

دغه سازمان په خپل رپورټ کې دا هم ويلي چې طالبانو د خلکو په بيان او د هغوی په غونډو بنديزونه لګولي او هغه تنان چې د دوی مخالفت کوي هغه په خپلسري توګه بندي کېږي او يا هم بې درکه کېږي.

د بشري حقونو فعالان وايي که چېرې نړيوال سازمانونه په طالبانو دغه ډول څار ساتي نو ممکنه ده چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي شي او د غېر انساني کړنو مخنيوی وشي۔

اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي په جبري توګه د ښځو بې درکه کول او د خبريالانو او د مدني ټولنې فعالانو نيول د هغو تنانو د خاموشه کولو لپاره د طالبانو نوي تخنيکونه دي چې د دوی خلاف اواز پورته کوي۔

په دې حقله د بشري حقونو فعاله سپېځلې زازۍ وي او ای ډيوه ته وايي چې نړيوال بايد همېشه د انساني حقونو په مسله غږ وچت کړي او بغېر د نړيوالو نه د افغانستان خلک اوس بله کوم لاره نه لري چې د ځان لپاره خپل حقونه وغواړي ځکه چې حکومت خو د دې خلکو خلاف دی۔

د بخښنې نړیوال سازمان د ځينيو کورنيو په حواله لیکلي چې طالبانو ورته ویلي چې بندیان به یې خوشي کړي که بې ګناه وي خو باید له رسنیو سره خبرې ونه کړي۔

دې سازمان ویلي چې لږ تر لږ نهه قضیې یې مستند کړي چې د طالبانو د دغو اقداماتو زیاتیدل په ډاګه کوي۔

رپورټ کې وېل شوي چې جنورۍ او فرورۍ مياشتو کې د ماشومانو په شمول د 60 نه سېوا تنان طالبانو په خپلسري توګه نيولي، په غېر قانوني توګه قيد کړي او يا بې درکه کړي دي۔

د وي او ای پښتو څانګې د خبر ترمخه په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ د مارچ په اتلسمه ويلي وو چې د طالبانو حکومت په تیرو دوو ورځو کې یوولس خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په کابل او ځینو ولایتونو کې نیولي دي، چې وروسته بيا د ځايي خبريالانو په وېنا خوشي کړل شول۔

خبر زیاتوي د طالبانو استخباراتو ریاست په ټویټر لیکلي" ځينو رسینو داسې مواد خپرول، چې زموږ د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او زموږ ملي امنیت یې ګواښه، تر څنګ یې فتنه ګرو عناصرو ته د اسلامي امارت په خلاف د پروپېګنډې او تخریبي اعمالو لپاره بهانه په لاس ورکوله"۔

په افغانستان کې د خبريالونو د ټولنې مرستيال مشر عبدالمعيد هاشمي وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو دلاسه د خبريالانو نيول کېدل او ځورول کېد رسنيز فعاليتونو ته زيان رسولو ترڅنګ طالبانو لپاره هم يو ګټه ور ګام نه دی۔

نوموړي زياته کړه چې بايد افغان طالبان يوه غونډه جوړه کړي چې پکې د طالبانو مشران هم وي او خبريالان هم او ژورنالستان د طالبانو د حکومت په قوانينو پوهه کړل شي چې د بيان د ازادۍ مخه نه ډب کېږي۔

د اېمنېسټي انټرنېشنل په رپورټ کې له طالبانو غوښتنه شوی چې د خپلو حقونو د عملي کولو په خاطر نیول شوي کسان پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي او د هغوی په اړه معلومات دې پټ نه کړي۔

وي او ای ډیوه کوښښ وکړو چې د اېمنېسټي انټرنېشنل د رپورټ په حقله د طالبانو د حکومت دريځ معلوم کړي او په دې لړ کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي او انعام الله سمنګاني سره د رابطې کوښښ وشو خو دغه حڅې بريالۍ نه شوې۔