څېړونکي وایي دافغانستان وضعیت اؤ د هند اؤ پاکستان کړکیچ به د شنګهاي سازمان د همکاریو مخې ته لویې خنډونه وي

په اسلام اباد کې د اکتوبر په پنځلسمه نیټه پېل شوې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې د چین، روس ، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د وزیراعظمانو په شمول د ایران د اقتصادي چارو او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی ؤ

د اکتوبر په 16مه په اسلام آباد کې ترسره شوې د شنګهاي همکاریو د تنظیم دسرمشریزې غونډې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه سازمان به د سیاست، امنیت، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې خپلې همکارۍ زیاتوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوالې سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو لرې کولو او خوندي سوداګرۍ پر وړاندې ګډو هڅوته به دوام ورکړې شی خو څېړونکي وایي، د 2023م کال د بشکیک په سرمشریزه غونډه کې هم په ورته مسایلو بحث شوی ؤ خو د افغانستان وضعیت، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ او پر ځینو غړو هیوادونو باندې بندیزونه لا هم په همکارۍ کې خنډ دي.

په اسلام اباد کې د اکتوبر په پنځلسمه نیټه پېل شوې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې د چین، روس ، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د وزیراعظمانو په شمول د ایران د اقتصادي چارو او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی ؤ.

د سازمان د ګډې اعلاميې له مخې، په دې غونډه کې د شانګهاي سازمان اقتصادي او سازماني فعاليتونه څيړل شوي، اؤ فورم د سیاست، امنیت، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ تر څنګ د بې توپيره او شفاف سوداګريز سيستم یا نظام پر جوړولو او پر یو اړخیزه بندیزونو خبرې وکړې.

د 2023م کال په اکتوبر کې په بشکک کې شوې د شنګهاي د همکاریو د سازمان دغونډې په اعلامیه کې هم استازو د سیاست، امنیت، سوداګرۍ، اقتصاد، مالیې او کلتوري اړیکو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی ؤ.

اقتصاد پوهه رشید ازاد وي او اې ډیوه ته وایي،د شنګهایی همکارویو تنظیم کې داسې هیوادونه شامل دي چې پکې دوه ویټو پاور لري، څلور جوهري هیوادونه دي، خو په دغه هیوادونو کې غریبي هم ډیره زیاته ده، د موسمیاتې بدلونو او خپل منځي شخړو له امله یې یو بل سره اقتصادي اړیکې کمې دي.

هغه وایي د نړۍ په کچه په اوسنې وخت کې تر ټولو لویه د روس او اوکراین جنګړه هم په دې سیمه کې روانه ده، چې دا شنګهایي د غړو هیوادونو په اقتصادي رابطوې کې خنډ دی.

د شانګهاي د همکاریو تنظیم یو ډیر مهم سازمان ګرځول کیږې ځکه چې دا د نړۍ د 42 فیصده ابادۍ استازیتوب کوي او د نړیوال ناخالص کورني تولید (GDP) شاوخوا دریمه برخه جوړوي.

څیړونکې وایي په دغو هیوادونو کې د روانو ستونزو سره بیره داسې ښکارې چې دا تنظیم د مرستو اړخ ته روان دی.

خبریال انس ملک ډيوه سره خبرو کې وایي"د شنګهاي د ډلې مرسته یو داسې اړخ ته روانه ده چې سترګې پرې نه شې پټېدای ځکه چې که هغه ډی ډالرایزیشن یا ډالرو باندې د سرمایه کارې نه کولو خبره وي او که څه نورې معاملې وي چې د غربي نړۍ یو اړخ ته د کولو او د خپلې اجاره دارۍ جوړولو هڅې کیدای شي"

د شانګهاي سازمان په غونډه کې د چین بلټ اینډ روډ انیشیټیو‌ په اړه هم خبرې شوې او د اعلامې تر مخه پاکستان، قرغزستان، بیلاروس، قزاقستان، روسیې او ازبکستان د چین د بی ار اي ملاتړ وکړو.

خو هندوستان هغه هیواد دی چې د چین د یو کمریند یوې لارې پروژه کې د ګډون نه کولو دریځ یې خپل کړی دی.

اقتصاد پوهه رشید ازاد وایي،د چین او هندوستان تر منیځ تجارت په بلیونو ډالرو کې دی که چرې بې ار آي جوړ شي نو زیاته برخه یې د پاکستان څخه تیریږي.

هغه وایي که چرې هندوستان د بي ار آي برخه جوړه شي نو هندوستان ته به افغانستان او منځني اسیاسي هیوادونو ته لاس رسی ترلاسه شي، نو هندوستان د دې څخه ګټه ترلاسه کولی شي.خو د دې لپاره به مشرانو ته خپل منځي ستونزې هوارول وي.

ځیړونکي وایي د غړو هیوادونو تر منیځ اقتصادي او سوداکریزو ځمکنیو رابطو کې افغانستان یو لوې خنډ دی چې کال 2021م پورې د څارونکي په توګه یې د شنګهاي سازمان په غونډو کې ګډون درلودو خو د طالبانو د حکومت له راتلو ورسته د تیرو دریوؤ کلونو راهسې په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.