څېړونکي: افغانستان ته د ریچرډ بېنټ پر سفر د طالبانو د بندیز پرېکړه د افغان ولس په زیان ده

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچرډ بېنټ پر سفر د طالبانو د حکومت بندیز ته نړیوالو او د ځینو افغان ادارو فعالانو او د بشري حقونو تنظیمونو توند غبرګونونه ښودلي او د طالبانو دا اقدام یې غندلی دی.

د بشري حقونو د څار تنظیم د اېشیا څانګې مشرې ایلین پیرسن ویلي، د طالبانو له خوا افغانستان ته ریچرډ بېنټ پر سفر باندې بندیز بشري حقونو ته ددغې ډلې بشپړه بې پروایي ده، خو وایي د تعجب وړنه ده.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټ ورکوونکي ريچرډ بېنټ په ورتلو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته نوموړي ويلي په دې هېواد کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه راپورونه جوړول روان ساتي.

بېنټ له طالبانو غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه دې واپس واخلي او افغانستان ته د ورتلو اجازه دې ورکړي.

د سياسي چارو افغان څېړونکي د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان ولس په زيان بولي او وايي د نړيوالې ادارې په راپور ورکوونکي د بندیز لګولو پر ځای بايد طالبان د هغه راپورونو ته په حقيقي معنو کې ځواب ورکړي۔

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ورکوونکي ريچرډ بېنټ د دوی د حکومت پر ضد تبليغات کول ځکه يې په افغانستان بند کړی خو بېنټ په يوه اعلاميه کې د طالبانو دا ګام په شاتګ بللی دی.

نوموړي ويلي چې د طالبانو دا پرېکړه د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل په اړه يوه اندېښمنوونکې نخښه ده.

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي په داسې حال کې چې افغانستان د اقتصادي او سياسي بې ثباتۍ سره مخ دی د طالبانو دا ګام به د افغانستان وضعيت نور هم اغيزمن کړي.

په سويډن کې مېشت د سياسي چارو افغان څېړونکی اخترمحمد راسخ وایي، دلته داسې مالومېږي چې طالبان هم سرغړونه کوي، هم انساني حقونه تر پښو لاندې کوي او هم له بل لوري نه د نړۍ نه کومکونه غواړي:

"بيا د نړۍ په هغو خلکو بندېزونه لګوي چې هغوی هم انساني حقونو ته درناوی کوي او هم بشري کومکونو ته درناوی کوي، زما د نظره دا مونږ افغانانو ته ډېر زيانمن تمامېږي په اوسني شرائطو کې چې د افغانانو د سوال کولو لاس تر اسمانه رسېدلی دی".

ريچرډ بېنټ په اعلاميه کي ويلي چې افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه راپورونه جوړول به روان ساتي او له طالبانو څخه يې غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه واپس واخلي او افغانستان د ورتلو اجازه دې ورکړي۔

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي بايد ملګري ملتونه او طالبان د افغان ولس په خاطر د يوه داسې تعامل لاره خپله کړي چې د افغانانو په ګټه تمامېږي.

په سويډن کې مېشت د سياسي چارو یو بل افغان څېړونکی احمد خان اندړ وایي، کوم بندېزونه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د طالبانو په چارواکو لګولي دي او اوس چې کوم بندېز دوی په ريجرډ بېنټ باندې ولګوو دا د افغانستان د خلکو په وضعيت باندې ډېر بد اغېز کولی شي:

"ښه به دا وي چې دواړه اړخونه هغه لارې ولټوي چې زمونږه په هېواد کې داسې شرايط او يو حکومت رامنځته شي چې د نړيوالې ټولنې سره تعامل هم ولري او دلته د بشر حقوق هم پرځای شي".

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي‌ چې ريچرډ بېنټ کوچني مسایل راپورته کول او د پروپېګنډې دپاره یې د مبالغې نه کار اخیستو او طالبان د هغه په خبرو باور نه کوي.

خو بېنټ ويلي چې د طالبانو سره په تعامل کې شفاف وو او د وظيفې د مسوولیت په توګه یې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

د سياسي چارو څېړونکي وايي د ملګرو ملتونو په رپورټر د بندېز لګولو پر ځای طالبان بايد د نړيوالو له خوا لګول شويو تورونو ته ځواب ووايي.

اخترمحمد راسخ وایي، که چېرې د افغانستان او طالبانو په حقله د نړيوالو يا د ګاونډيانو له اردسه تورونه لګول کېږي بايد ځواب ورته ورکړل شي او هغوی ته دعوت ورکړل شي چې پخپله د افغانستان په جعرافيه کې وګرځي او وګوي چې د طالبانو حکومت څه سرغړونه کړې ده:

"د ترهګرۍ په حقله يا د ټي ټي پي يا داعش يا القاعده، کوم تورونه چې نړۍ لري دوی بايد خلکو ته دعوت ورکړي دوی بايد بنديزونه و نه لګوي، د بندېز لګول خپله د يوې جګړې اعلان دی".

ریچرډ بېنټ د 2022 کال د مې پر لومړۍ نېټه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر په توګه ټاکل شوی وو۔

هغه د خپل کار له پیل راهیسې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او هر وار یې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په سرغړونو تورن کړی دی او طالبانو هر ځل د هغه رپوټونه په کلکه رد کړي او هغه یې له حقایقو لرې بللي دي.