څېړونکي د موسمي بدلون په اړه امریکايي غوڼده کې د پاکستان د بلنې هرکلی کوي

دې تصویر کې دپاکستان او هندوستان ترمنځ سیاچن ګلېشېیر لیدل کېږي. څېړونکي وايي پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې د موسمي بدلون د خرابو اثراتو نه زيات متاثره دی

څېړونکو د موسمي بدلون په موضوع د اپريل په ۲۲ مه نېټه په انلاين بڼه کېدونکي امریکايي غوڼده کې د پاکستان د بلل کېدو هرکلی کړی دی.

څېړونکي وايي پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې د موسمي بدلون د خرابو اثراتو نه زيات متاثره دی او د موسي بدلون په اړه غونډه کې پاکستاني چارواکي کولې شې چې په هغه ګامونو خبرې وکړي چې دوی د تودوخې د کمولو د پاره پورته کړي او هغه چېلنجونه هم مخې ته راوړي چې د موسمي بدلون د منفي اثراتو د مخنيوي په لړ کې ورسره مخامخ کېږي.

په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو د څانګې مشر ډاکټر محمد نفيس وي او ای ډيوه ته وويل پاکستان دا مهال د موسمي بدلون نه اغېزمن شویو لومړو پنځوو هېوادونو کې شامل دی او پکار ده چې په دې لړ کې د نورو ملکونو سره په ګډه کار پېل کړل شي۔

ډاکټر محمد نفیس وویل " د کال ۲۰۲۱ نه وړاندې مونږه سره راپورونه راتلل چې پاکستان په اتم نمبر دی، اوس په ۲۰۲۱ کې چې د جرمن واچ کوم رپورټ راغلی نو په هغې کې زمونږه حالت نور هم خراب شوی او مونږه اوس په پنځم نمبر يو، پاکستان چې کوم تحقيق ( د موسمي بدلون په اړه) کړې هغه پکې شريک کړل شي نو په دغه غونډه کې چې کوم بحث کېږي نو دا به ښه اړخ ته بوځي دغه بحث"

نوموړي زياته کړه د موسمي بدلون له وجې په پاکستان کې وخت په وخت سېلابونو راتلو سره سره د مناسب بارنونو نه کېدو څخه فصلونو ته هم کافي زيان رسي " زرعي پېداوار زمونږه کمېږي نو بيا د هغې د پاره مونږه نور کيمايي مواد کاروو او هغې سره ماحول نور خرابېګي، زمونږه سره ګليشير ويليکېږي او د ابو په ذخېرو کي کمې راځي، بل غټ اثر يې زمونږه سره په صحت باندې دې، لکه چې موسمي بدولن راځي نو د هغې سره خپلې ناروغۍ هم راحي چې د فصلونو هم دي او د انساني وجود هم"

د موسمي بدلون په اړه د امریکې په مشرۍ کې په انلاین بڼه دغه دوه ورځنۍ غونډه د اپرېل په 22 نېټه شروع کېږي۔

څېړونکي وايي دا وخت پاکستان ته تر ټولو لويي چلينج د موسمي بدلون د خرابو اثراتو د مخنيوي د پاره په طرز عمل کې بدلون راوستل دي۔

پېښور کې مېشت د ماحولياتو ماهر او څېړونکی ډاکټر آصف خان وي او ای ډيوه ته وويل په دې غونډه کې پاکستان کولې شي چې د موسمي بدلون په لړ کې د هېواد دننه اخېستلې شوي ګامونه نړۍ ته په نښه کړي۔

ډاکټر اصف خان وویل " دا يو موقع ده چې پاکستان په دې سطح باندې خبره وکړي چې پاکستان د موسمي بدلون د منفي اثراتو له امله ډېر متاثره شوی دې، او دويمه خبره دا چې پاکستان دا هم ووايي چې مونږه لاس کله وړاندې د پائيدار ترقې احداف نمبر ۱۳ چې کوم د موسمي بدلون په اړه دې هغه ترلاسه کړی او هم دې غونډې سره دنيا نورو ملکونو ته يو ښه پېغام ورکولی شو"

پاکستان ته د بلنې وړاندې د چاپېریال د تحفظ دپاره د امریکې خصوصي استازي جان کېري دا میاشت د غونډې په لړ کې د اېشیايي ملکونو د سفر په مهال د هند او بنګله دېش دورې وکړې او د يادو هېوادونو او د چین مشران د چاپېریال غونډې ته بلل شوي وو خو پاکستان نه و بللې شوې۔

د دغې وروسته يو شمېر څېړونکو پوښتنې راپورته کړې وې. ځینو څېړونکو دا پاکستان د امریکې د پامه غورځېدل هم بللي وو۔

خو وزیراعظم عمران خان په دې اړه په نیوکو حېرانتیا څرګنده کړې وه او دغه تنقید یې بې ربط غږونه بللي وو۔

عمران خان په ټوېټريو پېغام کې وویل حکومت یې عزم لري چې پاکستان د موسمي بدلون د خرابو اثراتو نه خوندي کړي او اینده نسلونو ته یو شفاف او زرغون هېواد وسپاري۔