د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې دوه پولیس وژل شوي او درې زخمیان دي

لکي مروت : بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى دى

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې د پولیس په ګزمه مسلح برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې زخمیان شوي دي.

د لکي مروت پولیس ترجمان شاهد حیات وي او ای ډیوه ته وویل په پولیس حمله د لکي مروت پېزو کلي سره نژدې په انډس های وی لویه لار وشوه.

پولیس ترجمان وویل د پولیس د معمول په ګزمه وو چې په کمین کې ناستو حمله کونکو پې نارتاره ډزې شروع کړې.

په تېره څه موده کې په خېبرپښتونخوا کې په عمومي توګه او په لکي مروت کې په خصوصي توګه پولیس او امنیتي ځواکونه په مسلح بریدونو کې په هدف شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

په سمدستي ډول نه ده معلومه چې په لکي مروت کې د ورستۍ حملې مسولیت چا په غاړه اخیستی او که نا؟