د بلوچستان صوبې په سر ښار کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال بريد شوی، د ټیم ساتونکي دوه پولیس اهلکار پکې وژل شوي دي. په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د کوټې څخه د وي او اې ډيوه خبریال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، د پوليسو ویاند ورته ویلي د نوي کلي سره نزدې کلي شاه عالم کې د پوليو ټيم ماشومانو ته څاڅکي ورکول په دغه مهال پرې بريد شوی دی.
د پوليس وياند ترمخه په دوه موټر سايکلو سواره وسله وال راغلي د پولیو په ساتونکو پوليسو یې ډزې کړي او دواړه پولیس یې وژلي دي.
ويل شوي د پوليو ټيم بچ پاتې شوی دی.
د بلوچستان وزيراعلا میر عبدالقدوس بزنجو د پوليو ټیم په ساتنه مامورو پولیسو باندې د وسله وال بريد غندنه کړې او پېښه یې د ماشومانو د راتلونکې ضد سازش ګرځولی دی.
هغه ویلي د پوليو کمپاين ضد منفي پروپېګنډا به ناکامه کوي، پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.
بلوچستان صوبه کې نن د پولیو ضد څاڅکو اووه ورځنی کماپن پېل شوی دی. چارواکو ويلي په شېراني او ژوب ضلعو کې د ځینې حالاتو له امله کمپاين وروسته کړی شوی دی.
د مې په میاشت کې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پولیو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال بريد کې يو پولیس اهلکار وژل شوی وو.
د تېر کال نومبر په وروستيو کې د کوټې په بليلي علاقه کې د پوليو کمپاين ساتنې له روان د پوليسو په ټرک ځانمرګی برید شوی د پولیس اهلکار او يو بل تن پکې وژل شوي او ګڼ نور کسان پکې ژوبل شوي زیاتره یې پولیس وو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.
د پولیو مخنیوي پروګرام ویلي، نن د اګست د لومړۍ نېټې څخه د ملک په 61 ضلعو کې د پولیو ضد کمپاين پېل کړی شوی او د پينځه کالو نه کم عمر 77 لکه ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شی.
د پولیو مخنيوي د پروګرام ترمخه پاکستان کې سږ کال د پېښور او خېبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو ترڅنګ په لاهور او کراچۍ کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.
ويل شوي پاکستان کې سږ کال د پوليو يوه پېښه او 12 مثبتې ماحولياتي نمونې ترلاسه شوي او افغانستان کې پينځه پېښې او 32 ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.