په بلوچستان کې د کولې د مزدورانو تنظیم احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د کولې مزدورانو ته دې د ډبرو سکرو په کانونو کې تحفظ ورکړل شي او په مختلفو پېښو کې د وژل شویو کارګرو له کورنیو سره دې مالې مرستې وشي.
د کولې د مزدورانو تنظیم وايي په بلوچستان کې هر کال تر 200 پورې مزدوران وژل کیږي، چې وایي لوی سوب یې په کانونو کې د مزدورانو د ژوند ژغورنې لپاره پر ټاکلي قانون باندې عمل نه کېدل دي.
خو حکومت وايي ددغه ډول پېښو خبر یې اخیستى او يو شمېر کانونه د مزدورانو د ژغورنې اسانتیا نه لرلو له کبله تړل شوي دي.
پاکستان ورکرز فېډرېشن دغه احتجاج د کوټې د مطبوعاتو کلب مخې ته کړی، دوى د کولې د مزدورانو د تحفظ غوښتنه کړې ده. د مزدورانو اتحاديې ویلي په بلوچستان کې د کولې په کانونو کې مزدوان خوندي نه دي.
په کوټه کې د کولې د مزدورانو د تنظیم ځایي مشر پير محمد کاکړ وایي درې ورځې مخکې د هرنايي په زردالو سيمه کې د کولې په کان کې 12 کارګر هغه مهال مړه شول چې په يو کان کې په کار بوخت وو:
"د ميتېن زهرجن ګېس یوه زوروره چاودنه شوې وه، اته ټپيان شوي، حکومت دې د دوى مالي مرسته وکړي، هر کال دلته د کلي په کانونو کې لږ تر لږ دوه سوه کسان وژل کېږي تر دوه نيم سو زيات ټپيان کېږي".
حکومت وايي د هرې پېښې مقدمې یې ثبت کړې دي او هغه د ډبرو سکرو کانونه یا ماینونه یې بند کړي او د هغوی مالکان یې جرمان کړي دي چې د مزدورانو د ژغورنې پر قانون باندې عمل نه کوي.
په بلوچستان کې هر کال د کولې په کانونو کې ډېرې خطرناکو پېښې کېږي چې په نتیجه کې یې کارګر ژوند بایلي خو کورنۍ یې وایي حکومت ورسره هیڅ مالي مرسته نه کوي، په دوی کې اکثر یې د افغانستان او د پښتونخوا د سوات مزدوران دي.
د کانونو د مزدوران اتحادیه د کانونو مالکان تورنوي او وایي هغوی "د کان کیندونکو د سر په قیمت پیسې ګټي". دوی له چارواکو غوښتي چې خلاص پاته کانونه دي په د سمدستي ډول وتړل شي.
په بلوچستان کې د کولې د کانونو مزدوران تور پورې کوي او وایي، د کانونو مالکان حکومتي چارواکو ته ډېرې پیسې ورکوي. دوی وایي د ماین قانون عملي کول د حکومت ذمه واري ده.
د مزدورانو د اتحاديې مشر عثمان علي وایي "د کولې په کانونو کې ډېرې پېښې د هوا د نظام د بندېدو له سوبه کېږي، د دې ذمه واره ماین انسکپټر دی، ټېکدار دی دا ټول دي".
د کولې مزدورانو اتحاديې دا هم وویل چې وخت په وخت د دوى مزدوران د وسلوالو له خوا تښول شوي هم دي.
د کولې د مزدورانو د تنظیم ځایي مشر پير محمد کاکړ وایي، "تېره شپه له دوکۍ څخه درې د کولې مزدوران د پېسو له پاره تښتول شوي دي، دوى د [سوات] د شانګلې اوسېدونکي دي".
د کولې د مزدورانو اتحادیه وايي د بلوچستان د ډبرو سکرو یا کولې په کانونو کې شاوخوا 70,000 کان کیندونکي کار کوي. وایي په دوى کې زيات شمېر د پښتونخوا د سوات او افغانستان دي او زيات شمېر یې له حکومت سره رجسټر نه دي.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم په بلوچستان کې په کانونو کې د مزدورانو پر پیښو باندې اندېښنه څرګنده كړې او د دغه ډول پېښو د تحقيقاتو او مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.