د بلوچستان په ھرنایي بازار کې د سیاسي ګوندونو، تاجرانو او زمیندارانو په شریکه د نا امنۍ د تازہ پېښو پر ضد احتجاج کړی.
احتجاج کونکو د ھرنایي په تور خام سیمه کې کې د کویلې لاریو د سوځولو ھڅه کونکو وسله والو پر ضد د مقدمې درج کولو، له سیمې څخه د ایف سي د څوکیو د لیري کولو او په سیمه کې د امن غوښتنه کړې.
ځایي احتجاج کونکو تور پورې کړی چې د لیویز ځواک او ځایي خلکو له لوري د تور خام په سیمه کې له یادې پېښې سم دستي ورسته یې څلور وسله وال (بریدګر) نیولي او د لیویز تاڼې ته وړي، خو لیویز ځواک د کومې مقدمې درج کولو پرته، نیول شوي کسان خوشي کړي.
لیویز چارواکي د احتجاج کونکو تورونه ردوي او وايي دوی کوم څوک ندي نیولي.
د پاکستان پوځ بیا د ھرنایي په تور خام سیمه کې د یو وسلوال ترھګر د وژنې او د ترھګرۍ د پېښې د ھڅې د ناکامه کولو دعوہ کړې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ھرنایي ضلعې صدر صدام ترین وایي، “ له پېښې ورستو زہ د شنبې په ماښام د لیویز تاڼې ته ورغلم او نیول شوي خلک مې په خپلو سترګو په لاک اپ کې بند ولیدل، بیا خبر شوم چې د شپې پر دوہ نیمې بجې دا خلک د ایف سي ځواک په غوښتنه خلاص شوي دي”.
د نیشنل ډیموکریټک ګوند بلوچستان صوبایي مشر احمد جان ھم د یادو تورونو تصدیق کوي او وایي داسې پېښېپه خلکو کې د نا امنۍ ویرې نورہ زیاتوي.
احمد جان زیاتوي: “دا ټوله سیمه د ایف سي په ولقه کې دہ، دا ترھګر بیا له کومې راځي؟، د امن لپارہ و ایف سي ځواک ته پر ځایي کچه زیاتې پیسې ھم ورکول کېږي خو بیا ھم په نا امني کې زیاتوالی راروان دی”۔
د احتجاج کونکو د تورونو او غوښتنو د ځواب لپارہ مو د ھرنایي و مرستیال کمیشنر، دویم مرستیال کمیشنر او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ته په موبایل نمبر او وټس اېپ باندې په بیا بیا ټیلي فون وکړ، د زنګ ورتللو باوجود د رپورټ د جوړولو تر وخته دوی ځواب ندی ویلی.