مردان:دپولیسو په څوکۍ بمي چاودنه کې یو عسکر وژل شوی،څلور تنه ژوبل

دا چاودنه د زیارت په ورځ دمردان په چمتار پولیس څوکۍ شوې ده اؤ دمردان دپولیسو ضلعي مشر چاودنه کې د مرګ ژوبلې پخلی دی

امنیتي چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې دپولیسو په یوه څوکۍ کې دبمي چاودنې له امله یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ څلور کسان نور ژوبل شوي دي.

دا چاودنه د زیارت په ورځ دمردان په چمتار پولیس څوکۍ شوې ده اؤ دمردان دپولیسو ضلعي مشر چاودنه کې د مرګ ژوبلې پخلی دی.

دپېښې داطلاع رسیدو سره سم مرستندویه فعالین اؤ دپولیسو لوړ پوړي چارواکي دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په دې پېښه کې د وژل شوي پولیس جسد اؤ ژوبل کسان یې روغتون ته رسولي دي.

دمردان دپولیسو دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس پي اپریشن شاه ممتاز خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا چاودنه دخودساخته بم دچاودیدو له امله شوې ده.

هغه ویلي پېښه کې دمقصود په نوم یو پولیس حوالدار وژل شوی اؤ څلور تنه نور ژوبل شوي چې په ژوبلو کې هم دوه پولیس اؤ دوه عام وګړي دي.

پېښه کې د ژوبلو پولیس عسکرو پیژندګلو د ای ایس ایي سهیل اؤ سپاهي کریم په نومونو شوې ده اؤ د دوؤ عامو ژوبلو کسانو نومونه محمد اسحاق اؤ جلال معلوم شوي دي.

دمردان میډيکل کمپلیکس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي چې چاودنه کې دژوبلو کسانو حالت دخطرې څخه بهر دی.

په سمدستي توګه ددې چاودنې پړه کومې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو دخیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان دچاودنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ دپولیس چارواکو ته یې دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو لپاره دسمدستي ګامونو اخستو امر کړی دی.

پخپل یو بیان کې وزیراعلا دې پښه کې د وژل شوي پولیس عسکر په وژنه اؤ دڅلورو نورو کسانو په ژوبل کیدو دخفګان څرګندونه کړې ده.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو بمي چاودنو اؤ دهغوئ هدفي وژنو کې اضافه رامنځته شوې اؤ‌ ګڼ شمیر پولیس په داسې رقم پېښو کې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

دترهګرۍ دې پېښو کې د زیاترو پړه داعش خراسان ډلې یا هم دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده