د پاکستان د ونډو بازار غورځېدلی

د تيرې اوونۍ د کاروبار په اخري ورځ د ونډو بازار 480 درجې کم شوی وو په انټر بېنک مارکيټ کې نن پاکستانۍ روپۍ 12 پېسې کمه شوې او د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 228 روپۍ او 27 پېسې ده

په پاکستان کې د سياسي بې ثباتۍ له امله د ونډو بازار غورځېدلی او پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره هم کمه شوې او نن د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د ونډو بازار 596درجې راکم شوی و او په دې يو اعشاريه کمی شوی دی.

د تيرې اوونۍ د کاروبار په اخري ورځ د ونډو بازار 480 درجې کم شوی وو په انټر بېنک مارکيټ کې نن پاکستانۍ روپۍ 12 پېسې کمه شوې او د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 228 روپۍ او 27 پېسې ده.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د سياسي عدم استحکام له وجې د سوداګرو اعتماد کم شوی.

هغه وويل د پنجاب اسمبلي ماته شوې د خېبرپښتونخوا اسمبلي ماتيږي او په کراچۍ ښار کې اېم کيو اېم د بلدياتي ټولټاکنو څخه بايکاټ کړی دی.

د بوستان په خبره نړیوالې مالياتي ادارې او هيوادونه هم دې ته ګوري چې په پاکستان کې څه روان دي، دا وخت د اقتصادي استحکام ضرورت دی خو سياسي ګوندونه د اقتصاد په ځای سياست کوي او امکان لري سیاسي بې ثباتي نوره هم سېوا شي.

د پاکستان د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د سر د 100 کمپنو کاروبار نن په 40323 پېل شوی او د اخري معلوماتو پورې 39520 روان وو او 596 درجې کمي سره يو اعشاريه 32 فيصده اغېزمن شوی.

اقتصاد پوهه خبريال وکيل الرحمان وايي د پاکستان اقتصاد د مشکلاتو سره مخ دی، زر مبادله ذخيره په ريکارډ کچه کمه شوې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ کميږي او بيا د ايي اېم اېف پروګرام او نور پورونه هم نه مېلاويږي.

هغه زياته کړه سرمايه کار خپله سرمايه اوباسي او نورې پانګونې هم نه راځي.

د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ترمخه د بېنک سره دا وخت 4اعشاريه درې اربه ډالره ذخيزه موجوده ده.

د پاکستان حکومت په وروستيو کې د متحده عرب اماراتو څخه دوه اربه ډالرو د پور مودې غځولو کې کامیاب شوی او د اماراتو لخوا پاکستان ته د يو ارب ډالرو مالي مرستو هم ويل شوي دي خو دغه رقم تراوسه پاکستان ته نه دی ترلاسه شوی.

او اقتصاد پوهان وايي متحده عرب امارات هم دا ګوري چې د ايي اېم اېف د پور پروګرام کله بحالیږي.