افغانستان سره د خېبرپښتونخوا د کورمې په پوله له نښتې وروسته چارواکي وايي، د ځایي مشرانو په منځګړیتوب نن په شپږمه ورځ اور بند شوی خو د سیمې نه د خلکو منتخب استازي او تاجران وايي افغان پولې سره نزدې سیمو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د روانو شخړو له امله ژوند په ټپه ودریدلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت لویه لاره خرلاچي نن په شپږمه ورځ هم د ګاډو تګ راتګ لپاره تړلې پرته ده.
دوه ورځې وړاندې چارواکو ویلي وو د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې کامیابې شوي او د پولې پرانستلو امر شوی .
د کرمې د انتظامیې چارواکي وايي د امر سره سم د زیارت په ورځ چې کله د کسټم او این ایل سي چارواکي خېر لاچي سیمه کې پولې ته رسېدلي نو په پوله د افغانستان اړخ نه بیا پرې افغان طالبانو برید وکړو.
د کورمې ضلعې یو انتظامي مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل تر هغې وروسته په پوله سختې نښتې پیل شوې خو پرون د کورمې قبایلي مشرانو او د افغانستان د پکتیا سیمه ییزو مشرانو ترمینځ جرګه شوې او د دوی په منځګړيتوب په روانو نښتو کې په اوربند موافقه شوې چې بیګاه د شپې نه بیا کومې ډزې نه دي شوې.
دغه چارواکي وویل نن په پوله د پاکستان امنیتي ځواکونو او د افغان طالبانو ترمینځ فلیګ میټنګ شوی چې پکې مثبت پرمختګ شوی .
د هغه په وینا تر دې مهاله لاره نه ده پرانستل شوې او دوی ته چې اسلام اباد څه لارښونه وکړي هغه به عملي کوي.
د سیمې نه د قامي پارلیمان غړی حمید حسین وايي په پوله د تیرو شپږو ورځو نه تاو تریخوالی دوام لري چې تر مخه یې پولې ته نزدې هر ډول هلې ځلې تړل شوي او خلک په کډه کولو مجبور شوي دي .
ډيوه سره خبرو کې هغه وویل خلکو کې سخته ویره پیدا شوې او د سختو ستونزو سره مخ دي او د استوګنې او د خوراک څښاک هیڅ انتظام نه لري.
هغه وویل د نښتو د اوږدوالي یو علت دا هم دی چې د نښتو پرمهال پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې د افغان طالبانو کیمپونه په نښه کړي او زیات ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي خو افغان طالبانو د دغه دعوې په اړه څه نه دي ویلي.
په پکتیا کې ځنې سرچینې وايي پاکستاني ځواکونه په پوله د افغان لوري ته نوې پوستې او نور تنصیبات لګوي چې افغان طالبان یې مخه نیسي د دغه دعوو تصدیق نه دی شوی.
د سیمې نه د تاجرانو د اتحادیې یو غړي او قبایلي مشر اسلام علي وویل نن په شپږمه ورځ د خر لاچي لاره بنده ده چې له امله یې هره ورځ تاجران د کروړونو روپو تاوان سره مخ کیږي .
هغه وویل تیره ورځ د حکومت په استازیتوب په پوله د افغانستان پکتیا ولایت کې مشرانو سره شریکه جرګه شوې او جرګې دواړه فریقه اور بند ته رضا کړي دي .
هغه وویل جرګې د دواړو هیوادونو حکومتي چارواکو ته دوه غوښتنې وړاندې کړې
یوه دا چې د دواړ هیوادونو ترمینځ دې د مشرانو یوه شریکه کمیټي جوړه کړل شي چې په داسې ناورین حالت کې د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرې کوي اؤ بل دې په فوري توګه د خرلاچۍ لاره پرانستل شي .
هغه وویل د دواړو هیوادونو حکومتي چارواکي یې یو بل سره مخامخ کړل او د دوی د غوښتنو منلو باور یې ورکړو.
نښته کله پیل شوې؟
سرچینې وايي، په 13مه مې د افغانستان سره په پوله د کورمې په تيري منګل سیمه کې د پولې د پورې غاړې وسله والو د ازغن تار پرې کولو او دې لوري ته د راوړېدو هڅه کوله، په دغه وخت د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه.
سرچينې وايي، د يادې نښتې وروسته بيا د پاکستاني ځواکونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې وه.
خو نه پاکستان او نه په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دغه پېښې رسمي تاييد کړی و.
د کورمې ضلعې يو انتظامي چارواکو ويلي، د يادو پېښو وروسته د خرلاچي لاره تړل شوې او په پوله نزدې پرتو سيمو کې هر ډول هلې ځلې ودرول شوې وې.
ایم این ای حمید حسن وايي په علاقه کې ژوند په ټپه ودریدلی او د نښتو له امله اغیزمن خلک هیڅ انتظام نه لري .
هغه وویل د ستونزې هوارولو د پاره یې هلې ځې پیل کړې دي او په دې اړه یې حکومتي چارواکي او په ځانګړي ډول د خارجه چارو وزارت خبر کړی چې په سفارتي کچه دا ستونزه هواره کړي.
د هغه په وینا د خارجه چارو وزارت د سیمې انتظامي چارواکو ته په روایتي کچه د ستونزې د هواري لارښوونه کړې ده.