د افغانستان سره په پوله د پاکستان په سرحدي ښار کې چمن کې مقامي خلکو دپاره د دواړو ملکونو ترمنځ سفر دپاره د پاسپورټ او د ويزې د شرط مخالفینو د ګل، دوشنبې، په ورځ لوی اختر په احتجاج تېر کړو.
په پرلت کې ناستو خلکو په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او د لوی اختر لمونځ يې د پرلت په مېدان کې وکړو.
پاکستان د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې افغانستان ته د سفر دپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کړو چې په ضد يې د چمن خلکو پرلت شروع کړو چې تر اوسه دوام لري.
احتجاج کوونکي د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مقامي خلکو دپاره دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفر دپاره پخوانی نظام بحال کړي چې خلکو به د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره تګ راتګ کولی شو.
د بلوچستان حکومت د پرلت والو سره وخت په وخت مذاکرات کړی دي چې تراوسه نه دي کامياب شوي او حکومت وايي د خپلې فېصلې څخه نه شي په شا کېدی ځکه چې د دوو هيوادونو ترمنځ خلک به په ويزه او پاسپورټ سفر کوي.
خو په چمن کې ناست پرلت وال وايي د خپلې غوښتنې منلو پورې به یې احتجاجي پرلت روان وي.
د اختر په ورځ د نورو ګڼو خلکو ترڅنګ د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغر خان اڅکزی هم ورغلی وو.
د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان نه مخکې د پښتنو افغانانو د يو بل سره تګ راتګ او خپلوئ وې، د پاکستان نه وړاندې خلکو په دغه ځای تګ راتګ او کاروبار کولو.
هغه زياته کړه،" 77 کاله د پاکستان وشو دغه سلسله نه ده ودرېدلې، نن خلک پوښتنه کوي چې د دوی سره په زاړه طريقه کار بندېزونه ولې دي؟ دا اول وار نه دی دا زمونږ د قام د وهلو حربې دي دا قام په انتهاپسندۍ او ترهګرۍ ووهل شو".
د چمن کې پرلت والو د اختر په ورځ په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او تور بېرغونه یې پورته کړي.