چمن: احتجاجونه، نښتې، په پرلتوالو د "برید" خلاف مظاهرې او قومي اسمبلۍ کې بحث

د بلوچستان په چمن ښاﺭ کې نن په دﺭېيمه وﺭځ هم پرلت او احتجاجونه روان وو، په ښار کې اړی ګړی او کاربنديز وو او په مخلتفو برخو کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې نن څلوﺭ ژوبل کسان هسپتال ته وړل شوي دي.

د چمن پوليسو يوه افيسر د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، تر اوسه په چمن کې ﺭوانو دغو جګړو کې نهه پوليس او اته د ملېشه ځواکونو عسکر هم ژوبل شوي دي او تر 50 ﺯيات مظاهرچيان یې نيولي دي. روغتون زیاتوي 35 ژوبل ولسي‌ وګړي هم وروړل شوي‌ دي.

د خپلو نیول شویو مشرانو د خوشي کېدو یا عدالت ته د وړاندې کېدو په اړه د چمن پرلتوالو د غوښتنې لپاره وې او اې ډيوه د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضياء لانګو سره د ﺭابطې کولو او د هغه د دﺭيځ اخیستلو هڅې وکړې خو رابطه ورسره ونه شوه.

ضيا لانګو دﺭې ورځې وړاندې ويلي وو حکومت د قانون په لاس کې اخستونکو په ضد په کاﺭوايي کوي او امر یې کړی وو چې د سيمې امن امان خرابېدو کوشش کوونکي دې ګرفتاﺭ کړل شي.

خو ‏د پرلت يو مشر فيض محمد وي او اې ډیوه ته په خبرو کې دعوه وکړه چې پاکستاني امنیتي ځواکونه اوس هم په پرامنه احتجاج کونکو باندې ډﺯې کوي او د چمن ښار په کوڅو کې عام خلک نيسي:

"دا وخت د ډي سي له دفتره د مليشه قواوو تر مرکز پوﺭې مال ﺭوډ باندې احتجاج کوونکو باندې پاکستاني مليشه مسلسل ډزې ﺭوانې کړې دي، ﺯموږ پرامن احتجاج ﺭوان دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او نېشنل ډیموکرېټک موومنټ نن د بلوچستان په مرکز کوټه او ځینو نورو پښتني سیمو کې په چمن کې پر احتجاج کوونکو د امنیتي ادارو د ممکنه برید خلاف احتجاجونه کړي دي.

په چمن ښار کې نن د ډي سې دفتر او ايف سي ځواکونو د مرکز مخې ته هم احتجاجونه ﺭوان وو، احتجاج کوونکي له حکومته د نيول شویو د پرلت د مشرانو د ﺭا خوشي کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ په چمن کې د امنیتي ځواکونو او پرتوالو د نښتو په اړه خبرې شوې او اندېښنه ښکاره کړل شوې چې ولې حکومت له احتجاج کوونکو سره د هغوی د غوښتنو په اړه مذاکرات نه کوي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د قومي اسمبلۍ غونډې ته ویلي، حکومت پر ځای د دې چې "د ذمه دارۍ احساس" یې کړی وای او له پرلتوالو سره یې خبرې کړې وای، خو وایي داسې یې نه دي کړي بلکې اوس پر هغوی برید شوی دی:

"داسې خبرونه راځي چې باقاعده زموږ امنیتي ځواکونو پوځ او ایف سي پر هغوی حمله کړې ده، په کوڅو کې هم جګړه روانه ده، کورونو ته ختلي او د ډزو تبادله کیږي، د مړیو خبر نه شته خو د زخمیانو خبرونه راغلي دي، لارې له مختلفو اړخونو بندیږي".

ډان ورځپاڼې د د بلوچستان د حکومتي ویاند شاهد رند له خولې ویلي، امنیتي ځواکونو او ضلعي انتظامیې د احتجاج کوونکو د خورولو پوره هڅه وکړه، خو وایي کله چې دوی پر ځواکونو بریدونه پیل کړل، هغوی پرې جوابي ډزې وکړې او د ربړو ګولۍ یې وچلولې.

ملېشه ځواکونو درې ورځې مخکې له پرلتوالو سره د نښتې په ترڅ کې د کوټې او چمن تر منځ غزېدلی سړک په کوږک دره کې پرانیستی خو احتجاج کوونکو نن بیا د دغې لویې لاﺭې د بندولو هڅې کولې خو امنیتي ځواکونو د احتجاج کونکې د منتشر کولو لپاﺭه عمليات ﺭوان کړي وو.

احتجاج کوونکي وايي د پرلت نيول شوي مشران دې راخوشي کړل شي، د دوی په وينا دﺭې شپې وړاندې مرستیال کمشنر د پرلت اووه مشران د خبرو دپاره وربللي وو خو هغه یې بيا نيولي دي.‏

د چمن د پرلت کمېټۍ مشر ملا عبدالمنان وایي، د دوی د پرلت کمېټۍ پر مشرانو لومړی تشدد شوی او بیا نیول شوي خو دا ورته نه ده معلومه چې هغوی یې چېرې وړي دي:

"هغوی عدالت ته هم نه پېشوي، اوس موږ احتجاج کوو او جذبات ښکاﺭه کوو، دغه خو سرکاﺭ پخپله دغه حالات جوړ کړي دي، که اوس ﺯموږ مشران نه ﺭا ايله کوي موږ خپل احتجاج نوﺭ هم ﺯياتوو ددې بيا سرکاﺭ ذمه واﺭه دی".

د چمن روغتون چارواکو ويلي، روغتون ته نن د جمعې په ورځ تر دم ګړۍ پوﺭې څلوﺭ ژوبل کسان ﺭاوړل شوي چې وایي‌ روغتيايي حالت له خطرې بهر دی.

د ﺭوغتون چاﺭواکو د پنجشنبې- زیارت په وﺭځ ویلي وو، په چمن کې د پاکستانې ځواکونو او ځایي خلکو تر منځ نښتو کې تر 35 ﺯيات ژوبل کسان وروړل شوي چې اته سخت ژوبل کسان پکې د علاج لپاره کوټې ښار ته منتقل کړی شوي دي.

حکومتي چاﺭواکي وایي د چمن پرلت مشران وروسته له هغې نيول شوي چې په درېم جون د پوليو په ټيم د حملې په تور د پرلت پر لسو مشرانو مقدمه درج کړل شوې وه.

هغوی دا وخت په کوټه کې د ترهګرۍ په مقدمه کې بندیان دي او ډېر ژﺭ به عدالت ته وړاندې شي.‏

دغه پرلت تېر کال د شلم اکتوبر ﺭاهیسې د چمن خلکو شروع کړی او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د چمن او سپین بولدک ‏خلکو ته د کرښې دواړو غاړو ته په پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره د تګ راتګ کولو اجاﺯه وﺭکړي خو حکومت وایي له افغانستان سره یواځې ‏په پاسپورټ او ویزه به د تګ راتګ اجازه ‏وي.‏

د چمن د احتجاج کوونکو او د بلوچستان صوبايي حکومت تر منځ په تېرو میاشتو کې څو ځله خبرې شوې دي خو تر اوسه نه دي کامیابې شوې. د پاکستان اپوزیشن ګوندونو هم د پرلتوالو د غوښتنو ملاتړ کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې ‏دا ستونځه په خبرو حل کړي.