د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې پرلت دوام لري، او د مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته احتجاج هم پيل شوی، په ښار کې اړی ګړی روان دی، د اېف سي ځواک او احتجاج کوونکو ترمنځ نښتې شوې دي.
د چمن د روغتون چارواکو تایید کړې ده چې په نښتو کې ژوبل شوي 30 تنه وروړل شوي دي. احتجاج کوونکي وايي د پرلت نيول شوي مشران دې خوشي کړل شي.
د سيمې نه د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي، نن سهار د کوژک غټه لاره هم بنده کړل شوې او د اېف سي ځواک د مرکز مخې ته د احتجاج هڅه شوې، پرلت کوونکو ويلي، په دوی د اېف سي ځواک لخوا ډزې شوي دي.
اېف سي ځواک د ډزو په اړه څه نه دي ویلي او وي او اې ډيوه د مرستيال کمشنر او د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیاء لانګو سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی ویلی.
پرلت کوونکو ويلي، په دوی ډزې شوي اوښکې بهيونکی ګېس پرې ورول شوی، ګن کسان یې ژوبل شوي او نيول شوي هم دي.
د چمن روغتون چارواکو ويلي، روغتون ته د 30 پورې ژوبل کسان ور وړل شوي چې پکې د پينځو روغتيايي حالت مرګونی وو هغوی کوټې ته منتقل کړل شوي او د نورو په چمن کې درملنه روانه ده. چارواکو ويلي ټول ژوبل کسان عام خلک دي او د پرلت مشرانو ويلي د دوی غړي ژوبل کړل شوي دي.
د پرلت يو مشر فېض محمد وي او اې ډیوه ته ويلي، دوه شپې وړاندې مرستیال کمشنر د پرلت اووه مشران د خبرو دپاره بللي خو هغه یې بيا نيولي دي.
دغه کسان وروسته د هغې نيول شوي چې په درېم جون د پوليو په ټيم د حملې په تور د پرلت په لسو مشرانو مقدمه درج کړل شوې وه.
پرلت والو وړاندې اعلان کړی وو چې د غوښتنو منلو پورې به احتجاجا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي، خو د پوليو په ټيم حملې تور یې رد کړی او وايي په پرامنه پرلت ناست دي.
پرلت کوونکي ويلي، دوی يواځې هغه وخت د مزاحمت خبره کړې چې د پوليو ټيمونه یې ماشومانو ته په زوره څاڅکي ورکوي.
په چمن کې د تېر کال 20م اکتوبر راهسې احتجاجي پرلت د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد دوام لري په کومه کې چې ويل شوي وو چې نور به د چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه وي.
دوه ورځې وړاندې د صوبې د کورنيو چارو وزير مير ضیا لانګو ویلي وو، چاته د امن خرابولو او قانون په لاس کې اخستو اجازه ور نه کړي.
پرون پښتونخوا ملي عوامي ګوند په چمن او کوټه کې د پرلت د مشرانو د نيولو او د پرلت خلاف د حکومتي اقداماتو ضد احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.
دوه ورځې وړاندې د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد (تحفظ ايين پاکستان) مشرانو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د چمن د پرلت سره دې بامعني مذاکرات وکړل شي.
د چمن د پرلت او بلوچستان صوبايي حکومت ترمنځ څو ځله خبرې شوي خو تراوسه نه دي کامیابې شوي.