د هندوستان نه دير ته ورغلې انجو مسلمانه شوې او د نصرالله سره یې نکاح کړی

انجو او نصرالله

د هندوستان نه د خېبرپښتونخوا بره دير ته ورغلې انجو د نصر الله سره نکاح شوی، وکیل یې او پوليسو د دوی نکاح او په عدالت کې رجسټرېشن کېدل تاييد کړل.

د بره دير د سټي تاڼې پولیس مشر [اېس اېچ او] جاوېد اقبال وي او اې ډیوه ته تاييد کړه او ویې وېل تېره شپه هندوستانۍ اول مسلمانه شوې بيا یې د نصرالله سره نکاح شوی او نن د بره دير په ضلعې عدالت کې یې رجسټرېشن يا نوم ليکنه کړې ده او جينۍ ویلي چې هغه به بيرته هم ځي.

پولیس افسر وویل، هندوستانۍ جينۍ ته هیڅ مسله نشته او پوليس یې د امنيت انتظامات هم کړي دي.

نوموړي وويل، دوی په خپله د هندوستانۍ جينۍ نه کومې رسمي پوښتنې نه دي کړي خو خاوند نصرالله يې ویلي چې هغه د عيسايي مذهب څخه اوړېدلې او اسلام یې قبول کړی دی.

د نصرالله او هندوستانۍ وکیل جميل احمد هم وي او اې ډیوه ته د دواړو د نکاح کېدل تاييد کړه.

هغه وويل د انجو اسلامي نوم فاطمه اېښودل شوی دی.

د هندوستان نه بره دير ته ورغلې انجو چې اوس پرې فاطمه نوم اېښودل شوی، دوه ورځې وړاندې دواړو مطبوعاتو ته ويلي وو دواړه د فېس بک لارې اشنا شوي او د کوېژدن ارارده لري خو د هندوستانۍ سره ویزه د يوې میاشتې مودې ده بيرته به ځي وايي بيا به راځي او واده به کوي.

د بره دير ضلعې د پوليس مشر ډي پي او مشتاق احمد په يو خبري کانفرنس کې د انجو د دير ته د ورتګ تاييد کړی وو.

هندوستان ټايمز ورځپاڼې په خپله وېب پاڼه ویلي وو، د انجو تعلق د هندوستان د راجستان بيوادي ښار سره دی، پولیس د هغې کور ته ورغلي معلومات یې کړي د انجو خاوند اروېند کمار پوليسو ته ویلي انجو د زيارت په ورځ د کوره وتلې او ويلي يې وو هغه امرتسر ته ځي خو وروسته یې کورنۍ خبر شوې چې هغه د پاکستان په لاهور ښار کې وه.

د خبر ترمخه اروېند ويلي، انجو پاکستان ته د خپل دوست نصرالله سره ليدو له ورغلې او په څو ورځو کې به بيرته ستنه شي او هغه سمدستي پوليس ته شکايت نه کوي.

نصرالله او فاطمه په رسمي ډول د مطبوعاتو سره د خبرو نه ډډه کوي خو په ټولنيزو رسنيو یې د دير څخه تازه عکسونه او ويډيوګانې خپريږي.

پوليس وايي په هغوی هیڅ بنديز نشته عادي ژوند کوي او هندوستانۍ د خپلې کورنۍ سره په رابطه کې ده.

په وروستيو کې د پاکستان او هندوستان رسنیو ویلي وو، د پاکستان د سيند صوبې سره تعلق لرونکې د څلور بچو مور سيما حیدر نومې ښځه په انلاين يا انټرنېټي لوبه [پب جي] په هندوستان کې د یو هندو هلک سچن مېنا سره اشنا شوې، بیا هندوستان ته تللې او د هندو رسم مطابق یې د مېنا سره واده کړی وو.